خیالي تهمتونه او حقیقي مکتبونه:

 
د اوسنی ادارې له راتګ سره د نظام ټول اداري تشکیلات د رهبرۍ له کچې را نیولې تر ټيټو ردو پورې د پنځوس سلنې سهم له مخې د واک ددوو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ چې هرې یوې یې ځان ګټونکی او د زمامداری حقدار ګڼلو وویشل شول، د پوهنې وزارت یو خپلواک سیمییز چارواکي په شین زور د ځان سهم کړ، هغه په لوی لاس ددې عظيم بې پرې کاروان مشرۍ ته داسې څوک رامخکې کړل چې که پنځه کاله هم د پوهنې د نظام په چوکاټ، برنامو، پلانونو او لاسته راوړنو کې د میچنې په څير تاو را تاو شي پر دې به یې سر خلاص نشي چې خبره له کومه را پيل او تر کومه را رسیدلې رهبري خو په ځای پریږده، دې ښاغلي د عهدې د تر لاسه کولو سره سم پداسې څه لاس پورې کړ چې تر کلونو پورې به د انسانیت د دې کاروان د پرمختګ د لارې خن‌‌‌‌‌‌ډ وي.
 
د ا یو څر ګند حقیقت دی چې د هیواد د تیر څوارلس کلن دوران تر ټولو ستره لاسته راوړنه ‌‌‌‌‌‌چې نړیوال هم ورباندې متقاعد دي د پوهنې د نظام بې ساری پرمختګ وو، د پوهنې د نظام سالمه بې پرې، پر تلاشه او مبتکره رهبري، کارنده او متعهد ټيم، له نړیوالو بسپنه ورکونکو سره ښې اړیکې، تعلیم اړوند سازمانونو کې د افغانستان د پوهنې د نظام غړیتوب او ګڼې نورې لاسته راوړنې او اقدامات ددې باعث شول چې د پوهنې له نظام سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره بلاعوضه مرستې تضمین کړي، ددې پر ځای چې ددې مرستو د ترلاسه کولو لپاره کار شوي وای په لوی لاس ددې نظام د بدنامۍ لپاره د خیالي مکتبونو په نوم دسیسه طرح او په کار واچول شوه که څه هم د کورنیو او نړیوالو تحقیقاتي ادارو لخوا دا ‌‌‌‌‌‌ډرامه په کلکه رد شوه خو بیا هم  له مغرضو کړیو او رسنیو رانیولې ‌‌‌‌‌‌تر اشخاصو پورې ځینو په‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډيره نامردۍ سره دې ‌‌‌‌‌‌ډرامې ته د مارکیټينګ هڅې وکړې تر هغه چې اسنادونه او واقعیتونه برملا شول او کورنیو او بهرنیو بنسټونو لخوا دا ثابته شوه چې دا ټولې توطئو دروغ وې او د سیګار د ادارې راپور پخپله د امریکا د هغه ادارې لخوا رد او بې بنسټه وبلل شو کومه چې ددې مرستو مسوله مرجع وه.
 
ددې ټولو خیالي تورونو او ‌‌‌‌‌‌توطئو پایله دا شوه چې جهان د پوهنې پر نظام بې باوره شو او ‌‌‌‌‌‌ډيری هیوادونو خپلې مرستې وځن‌‌‌‌‌‌ډولې. لدې کړنو دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کیږي چې د افغانستان سیاست د اتیایمې او نویمې لسیزې په شان لا هم د قوم په لومو کې راګیر دی، د پوهنې اوسني عاقبت نا اندیشه وزیر تنها او تنها د خپل سلف د بدنامولو لپاره دخیالي ښوونکو او مکتبونو په نوم هغه هم د پښتنو په سیمو کې ‌‌‌‌‌‌د ډرامې په جوړولو سره یواځې معارف متضرر کړ، زمان د نوموړي تهمتونه خیالي او مکتبونه حقیقي ثابت کړل. د معارف اوسني وزیر تیر دوه نیم کاله د مخکینۍ رهبرۍ پر بودیجه او پروژو تیر کړل د راتلونکي لپاره نه کومه ستراتیژي لري نه کومه مشخصه پالیسي او پلان، ولسي جرګې روانو ناخوالو ته په کتو خپل ملي رسالت تر سره کړ د معارف ژغورلو لپاره یې لازم ګام پورته کړ اوس د ولسمشر وار دی چې د یولس میلیونیز ځوان کاروان راتلونکي په اړه څه پریکړه کوي او ددې پور جهشه لښکر رهبري چاته سپاري.
 
د آباد او سرلوړي افغانستان په هیله