داعش د پاکستان نوې پروژه

 
په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې بریاوو او ګلوبلایزېشن څپو ددې شونتیا رامنځته کړې وه ترڅو نوموړې ډله یواځې په منځني ختیځ پورې منحصره پاتې نه شي. نوموړې ډلې کوښښ کاوه ترڅو خپله بقا او خپرېدا لپاره نورې سیمې او هېوادونه ولټوي. یو له هغو ځایونو څخه چې د داعش د ډلې د خپرېدا او رامنځته کېدو لپاره ډېره اسېب پذیره او مناسبه وه، هغه د پاکستان هېواد و. پاکستان کې د شیعه ضد ډلو او فکر شتون، د پاکستاني طالبانو نړیواله جهادي مفکوره او په پاکستان کې زیاته لوږه هغه فکتورونه و چې نوموړی هېواد یې د داعش خپرېدا ته اسیب پذیره کاوه.
په پاکستان کې شیعه ضد ډلې لکه لشکر جنګوي، سپاه صحابه او جندالله د جنرال ضیاء الحق په دور کې په پاکستان کې  د ایران د شیعه انقلاب د خپرېدا د مخنیوي او د شیعه ډلو د ځپلو په موخه د پاکستان د فوج له لوري رامنځته شوې. نوموړې ډلې د رامنځته کېدو له ورځې څخه تردې دمه په پاکستان کې د شیعه ګانو په وژلو بوختې دي. نوموړې ډلې تر دې دمه یا په خپل اصلي او یا هم په نورو نومونو فعالیت کوي او د پاکستان په خلکو کې یې قوي ریښې کړي چې حتا ځينې سیاسي ګوندونه د نوموړو ډلو په رایو د پاکستان ملي او ایالتي اسمبلیو ته لاره پیدا کوي. په سوریه او عراق کې د داعش رامنځته کېدل او د شیعه ضد مفکورې داعش او په پاکستان کې مېشتې د شیعه ګانو ضد ډلې د یوه منزل لارویان کړل. د داعش شیعه ضد مفکورې په پاکستان کې دا  ویره پیدا کړه چې داعش به په پاکستان کې له شیعه ضد ډلو سره اړیکې ونیسي او خپل فعالیتونه به په پاکستان کې هم پیل کړي. د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د کورنیو چارو وزارت له لوري فدرالي حکومت ته یو لیک استول شوی و چې پکې لیکل شوي وو چې داعش غواړي په دې ایالت کې له لشکر جنګوي او اهل سنت والجماعت سره اړیکي ونیسي ترڅو د پاکستان پوځي تاسیساتو باندې بریدونه وکړي. ددې سربېره د پاکستان په مختلفو سیمو کې داعش اړوند خبرپاڼې هم خپرې شوې وې او په دیوالونو د نوموړې ډلې شعارونه هم تر سترګو شوي وو.
پاکستاني طالبان چې په ۲۰۰۷ کال کې یې بیت الله محسود بنسټ کېښود، د افغاني طالبانو بر خلاف چې یواځې په افغانستان کې جګړه کوي، په نړیوال جهاد باور لري. داعش هم د خلافت او نړیوال جهاد مفکوره لري. د نړیوال جهاد مفکورې ددې زمینه برابره کړه چې ډیری پاکستاني طالبان له داعش سره بیعت وکړي.
په پاکستان کې د لوږې کچه ډېره لوړه ده او ډیری عوام یې په فقر او بې وزلۍ کې ژوند تېروي. بل لوري ته داعش چې په نړۍ کې تر ټولو شتمنه ترهګریزه ډله ګڼل کېږي. د پاکستاني عوامو لوږې او د داعش غنا په پاکستان کې دا ویره پيدا کړه چې د بلا ډیرو پيسو په مقابل کې به داعش وکولای شي زیات شمېر پاکستاني وګړي له ځان سره یوځای کړي.
د پورته یاد درې واړو فکتورونو ته په کتو پاکستان سره دا وېره پيدا شوه چې داعش په اسانۍ سره کولای شي په پاکستان کې فعالیت پیل کړي. دې وېرې پاکستان دې ته مجبور کړ ترڅو داسې د یو حل لاره ولټوي ترڅو په پاکستان کې د داعش د ډلې د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي. پاکستان بلاخره داسې پرېکړه وکړه ترڅو داعش په افغانستان کې دننه د یو پروژې په بڼه رامنځته کړي، له پاکستان څخه یې لرې وساتي او خپله یې مدیریت کړي. ددې پروژې په لومړي پړاوو کې یې په شمالي وزیرستان او خیبر اجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو پر ضد  د ضرب عضب او خیبر ۱ په نوم عملیات پیل کړل. ددې عملیاتو په پایله کې ډیری پاکستاني طالبان د ډیورنډ د فرضي کرښې هاغاړې واوښتل او په افغانستان کې مېشت شول. په دویمه مرحله کې پاکستان له افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د لشکر جنګوي، سپاه صحابه او نورو شیعه ضد ډلو جنګیالي چې د پاکستان له پوځ سره اړیکې لرلې، وروزل او افغانستان ته یې د داعش تر نامه لاندې د جګړې لپاره واستول. په دریمه مرحله کې یې د حافظ سعید په څېر چې له پاکستاني استخباراتو سره نږدې اړیکې لرلې، په افغانستان کې د داعش د مشرانو په توګه وټاکل.
په افغانستان کې د داعش پروژې په پلي کولو سره پاکستان له یو لوري وکولای شول چې په پاکستان کې د داعش د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي بل لوري ته یې په افغانستان کې د طالبانو لپاره د چین، روسیې او ایران ملاتړ جذب کړ او هم یې په افغانستان کې د طالبانو یو بدیل رامنځته کړ.
په دې وروستیو کې پاکستان له ډېرو نړیوالو فشارونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه له پاکستان څخه غواړي ترڅو د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي. په افغانستان کې د داعش رامنځته کولو سره پاکستان چین، ایران او روسیې ته دا ویره واچوله چې داعش په افغانستان کې د نوموړو هیوادونو لپاره یو لوی ګواښ دی. چین، روسيې او ایران له طالبانو او پاکستان سره خپلې اړیکې لا غښتلې کړې. اوس مهال طالبان د روسې په پلازمینه مسکو، د ایران په مشهد، زایدان او تهران ښارونو او په چین کې غیر رسمي دفترونه لري. پاکستان اوس نړی ته ویلای شي چې یواځې پاکستان نه بلکه چین، روسیه او ایران د طالبانو ملاتړي دي.
پاکستان په افغانستان کې داعش ددې لپاره هم رامنځته کړ ترڅو د طالبانو یو بدیل اووسي. پاکستان طالبانو ته دا پيغام ورکول غوښتل که چېرته دوی د سولې لاره غوره کوي او یا هم د پاکستان له دایرې څخه د باندې وتلو کوښښ کوي نو پاکستان یې بدیل په لاس کې لري. په افغانستان کې د مذهبي تاوتریخوالي رامنځته کول هم شاید د پاکستان له موخو څخه اووسي ترڅو افغانستان بې ثباته وساتي ځکه که چېرته طالبان له حکومت سره سوله هم کوي او په افغانستان کې د اوسېدو ځای پیدا کوي نو ددې هیڅ ضمانت نشته چې دوی دې پاکستان ته وفادار پاتې شي.