
یوه شپه څلور د پوهنتون زده کړیالان بهر د چکر لپاره ووتل، د شپی تر ناوخته یې چکر وهلو او د سبا ورځی ازموینی دپاره یې زده کړه و نه کړه. چې کله ګهیځ شو، دوی یو پلان جوړ کړ. خپل ځانونه یې په ګریس او خاورو باندی چټل کړل. د پوهنځۍ ریس ته ورغلل او ورته یې وویل، تېره شپه موږ یو واده ته تللي وو، چې کله راتللو په لاره کې د موټر ټایر پنچر شو او ټوله لاره مو موټر ټیله کولو. نن مونږ آزموینه نشو ورکولای.
د پوهنځۍ ریس تر لږ ځنډ وروسته ورته وویل، سمه ده تاسو به درې ورځی وروسته آزموينه ورکړی. هغوی په ډېره خوښۍ ترې مننه وکړه او ورته یې وویل، چې مونږ به په ټاکلی وخت تیار وو.
په دریمه ورځ د پوهنځۍ د ریس نه مخکی راغلی وو. ریس ورته وویل چې تاسو ته ما درې ورځی وخت درکړی وو، نو ستاسو آزموینه به په یو خاص حالت کې وی، او هغه دا چې تاسو څلور واړه به په بیلا بیلو صنفونو کې آزموینه ورکړي. هغوی ورسره ومنله ځکه چې دوی په درې ورځو کې ډېره تیاری نیولی وه.
په آزموینه کې دوه پوښتني وی چې سل نمری یې لرلي.
لومړي پوښتنه ( ستاسو نوم...........؟) چې یوه نمره یې لرله.
دویمه پوښتنه ( د موټر کوم ټایر پنچر وو؟) چې ۹۹ نمرې یې لرلي.
ځوابونه:
هر یوه چې کله خپل نومونه ولیکل د دویمي پوښتني ځواب ورسره نه وو ځکه چې دوی دروغ ویلې وو. او هر یوه فکر کولو چې که هر ځواب په نښه کړو غلط دی، ځکه چې زمونږ ځوابونه به یو شان نه وي . همدا وو چې په آزموینه کې پاتي راغلل.
تل په خپلو زده کړو کې مسولیت پذیر اوسی.