
دلوړو زده کړو وزارت
دکابل پوهنتون
دژبو اوادبیاتو پوهنځی
لومړی سمستر
استاد:محمد اسماعیل یون
محصل:وحيدالله تکل
دوېرنې کلمه ډېره ساده اوعامه مانا لري،چې لغوي مانا يې ژړا کولو ته وايي.
هغه ژړا چې دمړي په ماتم کيږي او دمړي د ګرانښت له وجې په هغه پسې ژړا کوي.
کله به مو اوريدلي وي چې ديو چا څوک له خپلوانو مړه شي نو هغه ورپسې ژړا کوي،نو خلک وايي چې پلانکئ خو په مړي پسې ډير وير کوي.
همدغه وير ده چې دوېرنې کلمه ترې سرچينه اخلي.
په همدې اساس دوېرنې تعريف په دې ډول کولای شو.
وېرنه،مرثيه يا رثايه هغه څه ته ويل کيږي چې شاعر يې په بېلابېلو شعري فورمونو کې دمړي په مرګ باندې وايي.
وېرنه په هر شعري فورم کې راتلای شي چې دا واک له شاعر سره ده چې په کوم شعري کالب کې يې وايي کولای شي.
په پښتو ادبیاتو کې وېرنه ډیره لرغونې ده،مخکې له دې چې په پښتو وېرنه باندې خبرې وکړم،غواړم دځينو نورو ژبو پر وېرنه يا مرثیه باندې رڼا واچوم،چې له بېلا بېلو سرچینو مې ګټه اخيستې او معلومات مې راټول کړي.
چې دلته له ځينو پوښتنو سره مخ کیدو لکه:په نړۍ کې لومړئ کومه،په کومه ژبه،چېرې ویلې شوې.
دغو اودې ته ورته پوښتنو ته به په لنډو ټکو کې ځوابونه وويلی شي.
په شعري فورمونو کې مرثيه يا وېرنه هم په نړۍ کې داوږد تاريخ درلودونکې ده.
لومړی مرثیه دعراق په جنوب کې چې دسومري په ژبه ویلې شوې شهرت لري.د څلور زره کلن تاريخ ترڅنګ يې لومړي مرثیه بللی شو.
دا مرثیه دپلار او ښځې په وير کې ويلې شوې.
ددغو مرثیو نسخې دروسي پشکن پوهنتون کې موندلی شئ.
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه وېرنه په هر شعري فورم کې راتلای شي،نو هندو اروپایي ژبو کې یو ډول کېسې ويلئ کېدې چې مرثیو ته ورته وې.
په هندو اروپايي کې دسانسکريت دژبې ځيې قصې لکه(دساوتري قصې هم مرثيې دي).
په یوناني ژبه کې دارفيوس په نامه حکایاتو ته هم مرثیه ويلی شو.
ورپسې روم په ځينو وختونو کې مرثیې ویلې چې ادبي روایاتو يې دځينو څرګندونه کړې.لکه :دهومرايلياد او ديسه، چې دیوناني ژبې څخه راپاتې ابتدايي مرثیې ورته ویلی شو.
دنورو ژبو ترڅنګ انګريزي ژبه هم دمرثیې په برخه کې غني بللی شو، چې دانګريزي ژبې پيژندوی ليکوال سپنسر لومړی مرثیه ویلې.
دده دمشهورتوب سره جوخت دسپنسر په نامه ادبي دوره ونومول شوه .
دی خپله مرثیه په يوه ليکنه کې داسې راوړي چې دځوان په مرګ يې ویلې چې ده ورسره ډيره مينه وه.
ددې ترڅنګ يې بله ډيره مشهوره مرثیه ویلې چې دمالدارې کورنۍ دپيغلې په مرګ يې ویلې.
موږ اوتاسو وایو هغه شعر چې دزړه درد،عاطفې اوسوز څخه وليکل شي بهتر دې له هغه چې صداقت او حقيقت په کې نه وي بلکې په مقابل کې يې پيسې او مقام لاسته راوړي،چې دې ته شعوري شعر وايي.
په دې اړه مې د الفت صاحب خبره راخيستې چې ښه وايي.(دعواطفو او احساساتو په نظر کې نيولو سره شعر په دوه ډوله دی،چې په یو ډول کې ريښتیاني عواطف وي او په بل کې نه وي،داسې مثال لري لکه چې يو شاعردخپلې محبوبې يا دخپل اولاد په مړينه کې ورثیه جوړه کړي او يوبل شاعر دکوم لوی او معتبر سړي په مرګ کې دپيسو او مکافاتو لپاره مرثیه وليکي او کوښښ وکړي،چې ډير اوصاف ورپورې وتړي او ډير شعوري صفتونه په کې ځای کړي مګر هغه دزړه درد او ريښتياني عاطفه چې په لومړی مرثیه کې وي،په دویمه کې نه وي او په پردي مړي ژړا وي،خو داشعر هيڅکله نه شي کیدای اوهغه ته نه شي رسيدای ،ځکه هغه اولي رابطه ،چې لومړي شعر کې د مړي او شاعر ترمنځ موجوده ده،دلته نشته او همدغه شی حقيقي او غير حقيقي ادب يو له بله بیلوي او بېل بېل قيمت ورته ټاکي).
دالفت دوینا څخه په لنډو ټکو کې دا مطلب راخيستی شو هر څه چې په حقيقي مينه،درد او احساس وشي ښه دې له هغو کوم چې په فرمايش سره دپيسو په مقابل وشي،یعنې دغه اشعار چې په حقيقي او غير حقيقي ادب کې يې توپير راوستی دی.
له سپنسر وروسته ملټن هم یادولای شو چې د(شاه ايدورډ) په مرګ يې مرثیه ويلې ده.
بل روماني شاعر شيلي دی چې د جان کيټس په مرګ يې مرثیه ویلې ده.
بله ژبه عربي ده چې مرثیه په کې ډير لرغونی تاريخ لري،ددې ژبې د ادبیاتو شروع هم په مرثیه شوی.
دمرثیو نمونې يې په (کتاب الاناجي او باب المراتي)چې دعربي ژبې دابیاتو ډير پخواني کتابونه دي شته.
دپارسي ژبې شاعري په شعوري ډول شروع کيږي،هغه شاعری ته وایي چې لیکوال یې هر وخت په فکري ډول جوړوي یعنې ديوې موضوع لپاره چوکاټ لټوي،یعنې دزړه درد او احساس په کې نه وي،په زور سره دیوې موضوع په اړه شعر ليکي،چې دا ډول شاعري یوډول پکه توب له ځانه سره لري،ليکوال ته يې شاعر نه بلکې ناظم ويلی شو.
شعر هغه څه دی چې دزړه له درد،سوز او څخه سرچينه اخلي.
په پارسي کې شعر په قصيدې پيل شوی.
دسهراب مور چې د خپل زوی په مرګ ژاړي او همدا شان نور ډير دي چې وروسته دشاعری حقيقي لاره خپلوي .
دفرخي مرثیه چې دسلطان محمودغزنوي په مرګ يې ویلې ده.
همدا شان په نورو ژبو کې ډيرې مرثیې شتون لري،چې موږ دموضوع دنه اوږدیدو په خاطر ترې صرفنظر کوو.
راځم خپلې موضوع ته :
په پښتو ادب کې دوېرنې بهير.
دابهير په دریو دورو وېشم او وروسته به دمرثیې بهير په هره دوره کې تر بحث لاندې ونيسو.
مخکې له دې چې په دریو دورو کې دمرثیو په اړه
وغږيږم،د(چاربیتي،ټپې او نيمکو)په کالب کې پر مرثیو خبرې کوم.
په پښتو ادبیاتو کې وېرنې ښځو هم ویلی دي،څومره چې ټپه پخوانی ده هغومره مرثیه هم،ځکه چې مرثیه دټپې په فورم کې هم ویلې شوې ده.
دیوې پښتنې پېغلې مرثیه چې ديار دمرګ خوبونه ګوري ویلې ده.
مرګی کوڅه په کوڅه ګرځي
دټوکيدونکو بریتو جرړې لټوينه
««««
پرون دنیا وه نن قیامت دې
چې زه ولاړه جانان اخلي رخصتونه
دټپو تر څنګ چاربیتو او نیمکو کې هم مرثیې لرو چې ډير پخوانی تاریخ لري.لکه:
هغه لمر خو درڼا لپاره هسک وو
داڅه ورځ شوه ژوند خو لاړو دتیارو شو
په ولسي ادبیاتو کې وېرنې ډېرې پخوانی او تراوسه هم شته چې دا وېرنې یو ډول ژړاګانې ډي،چې په کلیو بانډو پر مړي باندې دښځو له خولې اوریدل کيږي.
که دغو ژړاګانو ته ځير شو نو له یوډول ترنم سره له خولې راوځي چې په کې هنري ارزښت هم توسترګو کيږي.
دلته يې یو مثال راوړم چې ما دځينو له خولې اوريدلی،دلته مور دزوی ستاینه په ژړا سره کوي.
زویه ستا هغه ځواني مې ژړوي
په ما ګرانه ستا مستي مې ژړوي
زویه ستا نوي کالي مې ژړوي
لوی اخترته ستا خوښي مې ژړوي
زویه څنګه ارمانجن ارمانجن لاړې
دا ژړاګانې تراوسه هم ویلی کيږي،کله چې دچا په کور کې مړی وشي نو هغه بیا دډېرې غمجنی له وجې همدا ژړاګانې کوي خو آکثر يې دمیندو له خوا ویلی کيږي.
زموږ دپښتو ادبیاتو لرغونی تاریخ په ختيځ کې دی.
دپښتو لومړنۍ مرثیه،وېرنه یا رثایه شعر شیخ اسعد سوري ویلې ده.
دامرثیه په کال(۴۲۵ق)کې دختيځې شاعری په قالب کې دقصېدې په ډول ویلې شوې ده.
دا مرثیه ډیره پخوانی اومشهوره ده چې دامير محمد سوري په مرګ ویلې شوې ده.
دا له سوزه ډکه مرثیه دقصیدې په ډول هغه وخت وویلی شوه کله چې اميرمحمد سوري دسلطان محمود غرنوي په بند کې مړ شو.
دغه مرثیه د(۴۴)بیتونو درلودونکې ده چې دیوې قصیدې یا مرثیې پوره ځانکړتیاوې لري.
دلته یې د ځينو بیتونو په راوړلو بسنه کوو.
دفلک له چارو څه وکړم کوکــــــار
زمو لوی هر ګل چې خاندي په بهار
هر غټول چې په بیدیا غوړیده وکـــا
ریژوي يې پاڼې کاندي په تـــــــــار
ډير مخونه دفلک څپيړه شنه کــــــا
ډير سرونه کـا تر خاورو لاندې زار
په لرغونې دوره کې بله مرثیه دبي بي زینب ده،چې د ورور په مرګ ډ یره غمجنه شوې وه دغه مرثیه وویله.
ږغ سو چې ورور تېر له دنیا سونا
زړه مې په وير کې مبتلا سونــــــا
دا روڼ جهان راته تور تم دې نــــا
هوتک غمجن په ماتم دې نـــــــــــا
چې شاه محمود تېر له دنیا سونــــــا
ځوان وميړه توري جنګ ونـــــــــــا
په لرغونې دوره کې مو دوه مرثیې درلودې چې یوه اسعد سوري او بله زینب ویلې ده.
دویمه دوره :څلور ادبي مکتبونه درلودل.
چې دهغو څخه یو د روښانیانو ادبي مکتب وو. په دې مکتب کې هیڅ یوه مرثیه په لاس نه ده راغلې که وي خو تر موږ نه ده رارسیدلې.
دلرغونې دورې وروسته تقریباً (۵۰۰)کاله مرثیه نه لرو.
شاید په دې دوره کې مرثیه لیکل شوي وي کیدای شي دځینو مشکلاتو له وجې تر موږ نه وي پاتې.
بل دخوشحال بابا ادبي مکتب دې..
خوشحال دوه ډيرې مشهورې مرثیې ویلي چې یوه يې دزوی نظام خان او بله يې دلمسي معظم خان په مرګ ویلې ده.
دا مرثیې دسوز اودرد څخه ډکې دي،خوشحال بابا له دوی سره دډیرې مينې په وجه د خپل درد اواز باسلی دې.
دنظام خان په مرګ:
کاشکې ځوان دپښتانه په غم کې مړ وی
نه چې ګور لره روان شو له تلتــــــــکه
چې دقام په ننګ کې ومړ هغه زویــــــه
په عالم کې دخپل پلار غاړه که لـــــــکه
دده په مکتب کې دده زوی اشرف خان هجري هم د خپل پلار په مرګ مرثیه لیکلې.
دی په (۱۱۰۰ه ق)کال بندي و چې دپلار له مرګه خبر شو نو دزړه په سوز سره يې يوه پياوړې مرثیه ولیکله ،چې ۴۹بیتونو درلودونکې ده.
لاندې څو بیتونه يې دنمومې په ډول راوړو.
همه غم لره موجوده دادنیـــــــا ده
په حصه يې تل ژړا کمه خندا ده
نه نه ځای دخندا نه غلط مې ووې
بلکې دا همه ژړا لره پیـــــــــدا ده دلته يې دپلار ستاینه په دې ډول کړې ده.
یعنې نن هغه امام دننګیالـــــــــیو
په ډبره غريب لاړ ډکه يې خوا ده
دده نورو زامنو هم دپلار په اړه مرثیې ويلي خو دلته دموضوع داوږدیدو لپاره نه راوړو.
دخوشحال وروسته رحمان بابا د عرفاني ادبي مکتب دی.
رحمان بابا هم مرثیې ویلي خو هغه یوازې یاران په کې لټوي.
لکه:
خدایه څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سين سپيڅلي خلـک
هيڅ خندامې له دې خلکو سره نه شي
ژړوي مې هغه تــللي تــللي خلــــک
درحمان بابا په مکتب کې نور مرثیه لیکونکي هم شته وو.
ددریمې دورې مرثیه لیکونکي ډير دي.
یوازې دځینو نومونه به ذکر کړم ،ځکه چې له دوی سره خو ټول اشنایي لري.
که دې ته ځير شو چې کومه دوره ده چې مرثبې ته په کې کار شوی،نو ښکاره ده چې دویمه او دریمه دوره ده چې په کې ډير کار شوی.
پای
په درنښت