نړيوال کېدل که دولسونو لمنځه وړل

 
په تيرو څو کلونو کې دنړيوال کېدلو کليمه ډېره په چټکۍ سره هر هېواد او هر ولس ته له گڼو تعبييرونو سره ورلېږدول کيږي او ددې کليمې تر سيورې لاندې ډېرو ولسونو ته دشاتو په پياله کې وژونکي زهر ورکړل شول اولاهم ورکول کېږي .
لويديځ غواړي ،چې داقتصاد نړيوال کېدل ،سياسي نړيوال کېدل ، کولتورنړيوال کېدل ، ژبې نړيوال کېدل ، دين نړيوال کېدل او دې ته ورته نورې هغه کلېمې چې د خلکو دپاملرنې وړگرځي له هغې لارې ديوشتمې (٢١)پيړۍ عصري ښکيلاک پيل کړي، خو ويده او تيرويستل شوي ولسونه دلويديزې ولسواکۍ تږي هرډول ښکيلاک ته د آزادۍ او برترۍ په سترگه گوري .
دژبې نړيوال کېدل همدې ته وايې چې خپله ژبه هيره او انگريزې زده کړې چې ښه بيلگه يې زمونږ په هېواد کې اوسني خصوصي ښوونځي دي ،چې هلته پښتو يا دري يوازې د يو مضمون په توگه تدريس کيږي او نور نو هرڅه په بله ژبه دي
په دفترونو کې هم ورته خبره ده که هر څومره لوړې زده کړې ولرې خو چې نړيواله ژبه دې نه وي زده بيا نو کاري موکه نه شې ترلاسه کولاې ،ما ډېرداسې خلک ليدلي او وينمه يې ،چې په يوه څانگه کې لوړې اواساسي زده کړې يې ترسره کړي وې،او هم کاري تجربه لري خو دفتري او نړيواله ژبه !!! يې نه وي زده بيا له هغې نه يو نا لوستي او نااشنا کس ته ،چې يوازې يې يوه ژبه ،چې هغه دپوهولو راپوهولو (افهام او تفهيم ) وسيله ده، زده وي هغه صيب ته لومړيتوب ورکول کيږي او هغه چاته چې څانگيزې (مسلکي ) زده کړې يې کړې وي کورته ليږل کيږي .
داقتصاد نړيوال کېدل دادى چې ټول سيسټم ديو څو لويو پانگوالو په لاس کې وي او دخوار غريب وينې وڅښي احتکار وکړي اوبازارپه خپل لاس کې واخلي او نور،نو داسې څوک نه وي،چې له هغه نه پوښتنه وکړي اوبازارپه هغه لور راوڅرخوي په کوم لور چې يې زړه غواړي ځکه،چې آزاد بازار دى.
دکولتور نړيوال کېدل هم ټولو هېواد والو په خپلو سترگو وليدل چې هره ورځ دبهرنيو سريالونو په سر خبرې او شخړې روانې دي او اوس خبره د ولسي جرگې او کولتور وزير خرم صيب له واکه هم وتلې ده .
د دين نړيوال کېدلو بيلگې هم عبدالرحمان او پرويز کام بخش و ، چې نړيوالو يې په کومه کچه ملاتړ وکړو .
درنو لوستونکو !
تاسې داسې فکر ونه کړئ چې زه گواکې د يوشتمې پيړۍ دپرمختگونو مخالف يم ، زه دبرترۍ او ځان غوښتنې (خودخواهۍ) مخالف يم نه دپرمختگونو، داسمه ده ،چې نننۍ نړۍ دساينس اوټکنالوژۍ نړۍ ده او هر هېواد او ولس دپرمختگ رښته (حق ) او ورته اړتيا لري او نه شي کولاې ،چې په يوازيتوب سره دپرمختگ لوړې پوړۍ ته ورسيږي ،داپرمختگ د Take and give يا راکړې ورکړې له لارې شونې دى ، خو دا Take and give نه بايد چې دشاتو په پياله کې وژونکي زهر وي.
که چيرې دکولتورونو او ژبو يوکېدل دومره اړين واې ،نو بيا ولى لوى خداى ج انسانان په بېلا بېلو رنگونواو نومونو پيداکول ،الله ج هرانسان ته ځانگړې رنگ ،غږ ،نوم اونورې بېلوونکي نښې په همدې موخه ورکړي دې،چې يو بل لا ښه وپيژني او ياده دى وي،چې پورته يادې شوې ځانگړتياووې يې دکومې برترۍ لپاره نه دې ورکړي برتري يوازې په تقوا او پرهيزگارۍ کې ده او بس .
زما هيله له ټولو هېوادوالو اوپه ځانگړي توگه له درنواو له هرې خوانه تربريد لاندې پښتنو نه دا ده ،چې اوس دفزيکي جگړو ځاى ايډيالوژيکي يا فکري جگړو نيولى دى،او هراغيار دمسلمان او پښتون دلمنځه وړلو په لټه او فکر کې دى ،نو مونږ هم بايد دنورو ولسونو په څير نور دخپل دين او ژبې دښمنان د تورې پرځاى په قلم وځپو.
د مسلمانانواو پښتنو دسرلوړۍ په هيله
پرويز ساپى
کابل احمدشاه بابا مېنه