
بیګا مې په امریکا غږ د شاپور ځدران مرکه ولوسته چې په ټوله کې یې د نه لوبیدو پړه پر کرکټ بورډ اچولې او ځان یې په یوه خاص انداز کې ډیر معصومانه معرفي کړئ، دلته زما مطلب دا نه دی چې د کرکټ بورډ د چارواکو دفاع وکړم اما غواړم د نړیوالو کرکټ اصولو په ړنا کې په بعضې خبرو باندې خپل تحلیل ولرم.
کله چې د یوه بل هیواد سره د لوبو لپاره لوبډله ټاکل کیږي نو لاندې څو خبرې باید په پام کې ونیول شي.
- د مقابل هیواد لوبډلې ته په کتو سره باید د توپ اچوونکو او توپ وهونکو تناسب په نظر کې ونیول شي. ددې تر څنګ د لوبغالو (میدانونو) حالت ته په کتو سره د ورو او تیز توپ اچونکو لوبغاړو په شمیر او انتخاب فکر وشي.
- په کورنيو او بهرنيو لوبو کې د لوبغاړو تیر فرفارمنس یا کارګردګی ته په کتو سره د لوبډلې انتخابول اړین دي.
- د کوم هیواد سره چې لوبه کیږي د هغه هیواد د لوبډلې په خلاف د ملي لوبغاړو تېرې لوبې هم په نظر کې نیول کیږي. مثلا که اصغر د استرالیا په خلاف پخوا ښې لوبې کړې وي نو باید واخیستل شي اګر که په داخلي کرکټ کې یې کارکردګي لږ څه کمزورې هم وي او دا نړیوال معمول دی. افریدي د هندوستان خلاف څو وار ښه ځلیدلی وو نو پاکستان به هغه د هندوستان په خلاف خامخا په لوبډله کې شاملوه. همدارنګه هندوستان به د استرالیا خلاف وي وي ایس لکشمن پخپله لوبډله کې حتما شاملوه، او داسې نور ډیر مثالونه هم شته.
- که یوه لوبغاړی هر څومره ښه ځلیدونکی هم وي خو که د کرکټ د قوانینو خلاف کوم عمل ترې وشي باید د قانون په ړنا کې مجازات شي. د سایمنز نه ونیسه تر ټندولکر او بریټلي ټول مجازات شوی. ۱۹ کلن محمد عامر چې ټول کرکټ پوهان یې یو ښه راتلونکي باندې باوري وو او د راتلونکی وسیم اکرم ورته ویل کیدل د ۵ کالو نه لوبیدو سزا ورکړل شو چې اوس یې هغه پخوانی مزه نشته.
- د یوه ښه لوبغاړي سره ډیر نور ښه لوبغاړي زاړه شي خو ټیم ته وانخیستل شي. ټندولکر په دریم نمبر کې توپ وهونکی و د هغه سره په هندوستان کې نور ډیر لوبغاړي چې دریم نمبر لوبیدو ته کاندید وو، زاړه شول خو لوبډلې ته داخل نشول. دلته نو طالع هم پکار وي، البته کرکټ کې د هر لوبغاړي د لوبیدو لپاره خپل ځای معلوم وی او ډیر کم په بدل ځای لوبیږي.
- که یو لوبغاړی پرلپسې ښه ونه لوبیږي نو هغه باید د ملي ټیم نه د اې ټیم ته او که هلته هم ښه ونه څلیږي بیا د اې ټیم نه هم ووځي او لاندې ځي او ځای ته یې بل کس راځي. اما که کورنی لوبو کې ښه ولوبیږي نو پواینټس او نمرې یې ډیریږي او باید پورته ولاړ شي یعنې اې تیم ته او بیا ملي ټیم ته.
شاپور یو د افغانستان د تکړه بالرانو نه دی چې د کرکټ په پرمختګ کې د هیواد لپاره بلا لاسته راوړنې لري. یو شی باید په پام کې ونیول شي چې د نړی ډیر پیاوړي لوبغاړي یوه ورځ د کاره لویږي او بیا مجبور دي لوبې او لوبډلې ته خدای پاماني ووایې. څرنګه چې د افغانستان کرکټ پخواني لوبغاړو د هیواد د کرکټ د پاره په شخصي او نشت امکاناتو شروع کړی وه نو اوس ډیری لیدل کیږي چې دوی د کرکټ سره میراثي چلند کوي او فکر کوي ګوندې دوی باید تر اخره وي، که لوبډله کې نه وي نو تاثیر باید ولري. دا زما په نظر یو مثبت فکر نه دی. ددې په ځای چې مشران لوبغاړي ځان په نورو برخو لکه کمینټري، کوچنګ، کرکټ منجمنټ او داسې نورو کې ورسوي دوی د خپل ورور، تربور او ملګري د راوستو او په بورډ د ناروا فشار باعث ګرځي.
شاپور څو عمده مشکلات لري:
- د بال سرعت او بال ته د منډې تناسب یې برابر نه دی، ده ته ډیر پخوا ویل شوی و چې دا منډه کمه کړه خو تراوسه نه ده توانیدلی.
- په تمرین کې ډیره برخه نه اخلي او خاصه دلچسپي نه لري، همدارنګه فټنس یې هم سم نه دی ځکه نو فیلډنګ یې ډیر خراب دی او اکثرا که دریم پرلپسې توپ اچوونې ته راوستل شي نو ستړی ښکاري.
- لږ غوسناک او د ټیم لوبډلمشر او کوچ سره ښه رویه نه ښیی او کیدایشي علت یې هم هغه میراثي سوچ وي چې دا کرکټ خو ما دلته رارسولی.
- په تیره شپږیزه کې شاپور ونه لوبید، البته چې په یوه ټیم کې اخیستل شوی هم وو، چې ده بیا لوبډلمشري غوښته چې بیخي ورته جوړ نه دی. په همدې خبره خپه شو او شپږیزه یې ونه لوبوله. اوس چې یو لوبغاړی د ملي ټیم نه د خرابې کارګردګی په وجه لیري شوی وي او شپږیزې په شان لوبې ونه لوبوي نو د انتخاب کمیټه یې په کوم اساس وارزوي.
- نن سبا کرکټ هغه پخوانی نه دی چې توپ اچوونکی به ټول عمر توپ اچوونکی وو. د یوه بالر لوبغاړي لپاره پکار ده چې په توپ وهنه کې یو څه کوشش وکړي چې کله ناکله ورته ضرورت شي نو یو څه وکړای شي چې شاپور بالکل توپ وهنه باندې کار نه کوي. که د دولت ځدران او شاپور ځدران نه یو باید واخیستل شي نو هر څوک چې وي دولت ځدران به اخلي ځکه هغه د توپ اچوونې تر څنګ توپ وهنه هم کولای شي.
زه دا نه وایم چې کرکټ بورډ مشکلات نه لري اما دا هم سمه نه ده چې د لوبغاړي اشتباه، غرور او د ښې کارګردګی نه ښودلو پړه دې یواځې په بورډ واچول شي.
یو حقیقت بل هم باید ومنو چې د افغانستان کرکټ په تیرو دوو کلونو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې تشریح یې بیا بیل بحث ته اړتیا لري.
کرکټ بورډ څو نویو لوبغاړو ته په بین المللي لوبو کې د لوبیدو چانس ورکړ چې دا د کرکت د ښه راتلونکي لپاره یو په زړه پوري کار وو.
د شاپور تر څنګ د شقیق الله شفق د لوبډلې نه د ویستلو خبره هم ګرمه ده، شفق ته شپږ میاشتې د نه لوبیدلو جزا ورکړل شوی وه چې قانوني کار وو او که افغان کرکټ بورډ یې په هکله اجرآت نه وای کړې نو د نړیوالې کرکټ شورا لخوا تر انتقاد لاندې راته. زه نغواړم هغه موضوع نوره وسپړم.
ددې ترڅنګ کرکت بورد هم ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري چې باید د وخت په تیریدو په کې راشي، خیل او خیل بازی باید ختمې شي، پخواني کرکټ چارواکي او لوبغاړي باید د منفي کمپاین نه لاس واخلي او پر ځای د اوسني او په اینده کې د هیواد د راتلونکي کرکټ د پرمختګ لپاره اړینه مرسته او همکاري وکړي.
کرکټ نه باید د افغانستان د سیاست په شان موضوع جوړه شي، نړیوال کرکټ پوهان د افغانستان اوسنۍ کرکټ ښه ارزوي او ښه راتلونکي هیله یې ساتي. نو که په کرکټ سم نه پوهیږئ د فیسبوک موضوع مه ترې جوړوئ او د کرکټ د اصولو او تجربو مطابق خپل نظر څرګند کړئ.
مننه