
شاهد خوګياڼی
دمرغومې ۷ مه
دولسمشر دکابينې په اړه دومره وایم چې افغان ولس سپيڅلې هيلې په يومخ په سين لاهو شوې،يوازې دمخدوم رهين ته دکمپاين په خاطر دځينو تش په نامه پښتنو چاپړوسو فرهنګيانو او طلوع تلويزيون دهلوځلو يادونه کوم:
داچې دافغان ولسمشر لخوا يوځل بيا دغه رټلی رهين چې وار دمخه هم دهمدغه ولسي جرګې لخوا په سپکو سپک شوې وو يوځل بيا همدغه جرګې ته دباور رايې په موخه وروپيژنده،داپيژندنه نه وو سمه ددې هېواد د ډیرې اکثريت پښتون قوم پرمخ يوه بله څپيړه وه، افغان ولسمشره! که رهين په اړه دی (رهين دقضاوت په تله کې) کتاب لوستلو ته وخت نه پیداکولو نولږ خوبه دې رهين دقضاوت په تله کې دکتاب عنوان او دپښتې پرمخ هغه انځور ته دثواب په خاطر لیدلې وو، له تانه چاپېره بې شمېره سلاکارانو څخه خو موږ هیڅ ګيله هم نلرو، دوی بې وسي خو يوازې د خپل معاش په خاطر ستا بې ځایه ستاينې او غوړه مالي کوي، دوی خو دحقيقت سره دمخامخ کیدو پرمهال تورې عينکې اچوي، خوپه هرصورت خبره راڅخه اوږده نشي، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت لپاره درهين نومول او دهغې وروسته د طلوع تلويزيون له لارې رهين دبرياليتوب په موخه غیر مستقيم کمپاينونه دهېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې وشول لکه کابل،غزنی...... میدان وردګو ولايت ته هم ددې ولايت د اطلاعاتو کلتور پخواني ریس زلمی مايار چې اوس مهال په افغان اعلاناتو کې دنده لري د طلوع تلويزيون د خبريالانو سره يوځای رهين ته دکمپاين په مو خه چې شاید په راتلوونکي کې ورسره غوړې وعدې کړي وي راغلې وو، خو له نیکمرغه په دې ولايت کې دشته فرهنګيانو او ولسونو په مټ په يوه منډه ترکابله وزغلول شوو، مايار لوموړی داطلاعاتو فرهنګ رياست ته په دې موخه ولاړو چې هلته فرهنګي ملګري او د دندې پرمهال یې خواږه دوستان درلودل ،په ریښتيا چې ده په خپل ولايت کې فرهنګي ملګري او زيات شمېر دوستان درلودل خومتاسفانه داچې دکومې موخې په اړه راغلې وو ملګرویې ورسره نه يوازې دا چې منښته ونکړه بلکې په کلونو کلونو دوستانویې لکړه (ډانګ) په لاس د اطلاعاتو فرهنګ رياست د ودانۍ څخه پداسې حال کې چې دنسوارو ډبلی یې په منډه کې ترې دنوموړی ودانۍ په دروازه کې پاتې ووتربازاره وزغلولوو،ماياره دطلوع تلويزيون خبريالانو ميلمنو سره ناهيلې شوو، ورسره ميلمنو ترې وپوښتل چې مايار صیب تا خو ويل چې دلته ما په کلونو، کلونو رياست کړې ملګري دوستان او قوميان لرم، داخو له موږ سره څه وشول، غونډه جوړل خو پرځای پریږده، ډډې اچولوته یې هم پرې نښودو، نیږدې وه چې لرګي مو پرسرونو مات شي خو دخپلو پښو ځارشم چې په تیښته کې یې راسره ياري وکړه، مايار چې په واورينه فضاء کې یې نرۍ نرۍ خولې په تندي راماتې وي، ملګرو ته مخ واړوو، په دې خبرو پسې مه ګرځۍ . که دا دروازه مو پرمخ وتړل شوه په بازار کې ډیر هټېوال ملګري هم لرم له هغوۍ به مرکې واخلوو،مايار د ژورنالیستیګي ډلې سره د هټيوالوپه لور ولاړ ،دجوړ تازه تکړه وروسته یې ورته دمرکو بلنه ورکړه، هغوۍ هم ومنله ریښتيا ریس صیب دڅه موضوع په اړه؟ياره دغه اوسنۍ کابينې په اړه، ډاکترصیب رهين يادوم، ډیر خدمتونه یې کړي!تاسو که هم مهربانۍ وکړۍ شاید نور هم تشویق شي،ډیر فرهنګي کارونه به دلته وکړﺉ، د تلويزوني کمرې چاپیره دعادت له مخې چې ډیرې هټېوال او دسيمې اوسیدونکي راټول شوې وو نو سم دلاسه یې په خپلو منځوکې پس پسانی پيل کړي ، همغه رهين چې دپښتو ژبې او زموږ د له منځه وړولو لپاره یې ډيرې هلې ځلې کړې وی که همغه رهين ښايي چې ( رهين دقضاوت په تله کې) کتاب کې کارنامې ذکرشوې ؟ اوس هم پښتانه دهغه ستاينه کوي، کمپاينونه ورته کوي او بيا ریس راتګ دلته دهمدې موخې لپاره، دومره سپين سترګي؟ هله مې پریږدۍ کمره ورته ماته کړﺉ، خلاص درنه نشي، دهمدې ګڼې ګوڼې نه په استفادې مايار د راغلو ميلمنو سره يوځل بيا په تیښته بريالی شوو او ترکابله یې بيا شاته ونه لیدل..
دا ډول نور ډیری لیکوالان او فرهنګيان د خپلو شخصي موخو لپاره یې خپلې ژبې پرسر سودا ته مخه کړې ، او د داډول نورو زياتو رهينانو او سيتميانو په پلوۍ غونډې جوړوي ، نو بياخو دفحشاء او بې دينۍ تلويزيون لمر او طلوع نه ګيله هم پکار نده.
په درنښت
شاهد خوګياڼی