
ليکنه : محمد السيد سليم
ژباړه : اسدالله ساحل
ناټو دملګرو ملتونو ځای نيسي
په عربي نړۍ کې د ناټو فعاليتونه
په افغانستان کې دناټو ماتې
ناټو له عربانو په افغانستان کې څه غواړي ؟
د عربانو ځواب به څه وي
هغه څوک چې د افغانستان د قضيې سره ليوالتيا ولري په دې پوهيږي چې د شمالي اتلانتيک تړون هڅه کوي چې عربي هيوادونه او دعربو د کار خلک په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د دوی د عملياتو ملاتړ وکړي کله چې افغانستان لپاره د اوباما دتير مارچ ستراتيژي بريالۍ نه شوه او په تعقيب يې اوباما روانه مياشت يوه بله ستراتيژي اعلان کړه چې له مخې يې افغانستان ته دنورو ديرش زره امريکايي سرتيرو د استولو اعلان هم وشو د پوځونو زياتوالی پر ناټو چندانې ښه ونه لګيده ، ځکه خو يې هڅې پيل کړي چې په افغاني جګړه کې عربي هيوادونه هم ورګډ کړي، دا چې ځينو عربي هيوادونو له ۱۹۷۹ـ ۱۹۸۸ز پورې د روسانو پر وړاندې په اقتصادي او پوځي برخو کې د امريکا ملاتړ کړی و ، نو ځکه خو ناټو هيله لري چې اوس هم بايد عربان له دوی سره همکاري وکړي
که څه هم تر اوسه هيڅ يو عربي طرف په دې برخه کې د امريکا او ناټو فشارونو ته ځواب نه دی ويلی خو ځينو عربي هيوادونو دغير پوځي مرستو ژمنې کړي داسې اټکل کيږي چې عربان به له دې غوښتنې سر ونه غړوي ځکه په تير کې هم ځينو عربانو له ناټو سره په ځينو مواردو کې همکاري کړې ده .
ناټو د ملګرو ملتونو ځای نيسي
کولای شو ووايو چې په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک تړون ناټو اوسنی او په بلقان کې د دغه تړون پخوانی رول څرګند نه دی . ځکه د دغه تړون په پنځمه ماده کې راغلي چې د دغه تړون غړي ژمن دي چې ديو غړي هېواد پر خاوره دبهرني تيري په صورت کې به د دغه هېواد ترڅنګ دريږي . خو کله چې سړه جګړه پای ته ورسيده د ناټو د جوړويدو اړتيا هم نه ليدل کيده ځکه ناټوله چې دګوم ګواښ په مقابل کې رامنځ ته شوې وه هغه نور نه و ، کله چې د وارسا تړون هم له منځه ولاړ ،ناټو اعلان وکړ چې دغه تړون به و غځول شي ځکه د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته ځينې نور ګواښونه هم شته چې د دغه تړون غځول اړين کوي . همدارنګه به دغه تړون له خپلې دايرې راوځي او په ځينو ځانګړو عملياتو کې به مخامخ برخه اخلي . بل لوري ته د دغه تړون ځينې هېوادونه همدا اوس اټومي وسلې لري چې داټومي وسلو د نه خپراوي له تړون ښکاره سرغړاوی دی.
د ۱۹۹۹ز د اپريل په ۲۳- ۲۴ مه نيټه په واشنګټن کې دغه تړون ديو کانفرانس په پايله کې د دې سرليک لاندې ( دتړون ستراتيژيک مفهوم ) يوه وثيقه صادره کړه چې په کې راغلي وو چې د تړون موخه په اروپايي ـ اتلانتيکي سيمه کې د امن ټينګښت دی ، همدارنګه دغه تړون ته ځينې خطرونه د اروپايې او انلانتيکي سيمې څخه بهر هم متوجه دي . نو ځکه خو د تړون رول يوازې په دې پورې محدود نه شي پاتې کيدلی چې دوی به يوازې هغه مهال لاس په کار کيږي چې د ناټو کوم غړي ته ګواښ متوجه وي او يا بريد ورباندې شوی وي ، بلکې د دوی دغه رول به نړيوال رنګ اخلي په دې مانا چې ناټو به نه يوازې په اروپا ـ اتلانتيک کې اغيزمن ځواک وي بلکې د اړتيا په صورت کې به د نړۍ په هر ګوټ او هره د پام وړ پيښه کې به خپل رول ولري
دغه وثيقه دې ته هم اشاره کوي چې د تړون ځواکونه به د اړتيا په صورت کې د خپل سيمه ييزې دايرې راوځي . له دغه ستراتيژۍ داسې څرګنديږي چې ناټو غواړي خپل فعاليتونو نور هم پراخ کړي او په پايله کې به دغه تړون په تدريجي ډول د ملګرو ملتونو ځای ونيسي . دغه ټکي ته د روسيې لومړي وزير پوټين هم اشاره کړې او غندلی يې هم دی.
په عربي نړۍ کې د ناټو فعاليتونه
له خپل اصلي جغرافيايي دايرې څخه بهر د خپل ماموريت د ترسره کولو په پلمه دغه تړون عربي نړۍ ته هم لاس را اوږد کړ ، خو ناټو هم د اروپايانو په څير چې په تير کې يې ټولې عربي نړۍ ته په يوه سترګه نه کتل، عربي نړۍ سره د همکارۍ لپاره دوه پروژي په کار واچولې دبحرالمتوسط سويل او ختيځ ته څيرمه هېوادونو سره په ۱۹۹۵ ز کې خبرې اترې پيل کړې خو د خليجې همکارۍ مجلس له هيوادونو سره بيا دغه خبرې په ۲۰۰۴ ز کې پيل شوې .
په ۱۹۹۵ز کې ناټو د بحر متوسط له هېوادونو سره خبرې پيل کړې دغه هېوادونه مصر ، اسرايل ، موريتانيا ، المغرب ، تونس او وروسته اردن او الجزاير هم په دغه پروسه کې ورګډ شو . دغه هېوادونه دخبرو کوونکو هېوادونو په نامه مشهور شول ، دغه خبرې اترې د معلوماتو په تبادلې ، د وسلوالو ځواکوونو د لوړپوړو جنرال په تګ راتګ او د ناټو له اړخه ډاډ ورکول چې په بيړني حالاتو کې به ورسره همکاري کوي .
د ۲۰۰۰ز په نومبر کې ناټو پريکړه وکړه چې اړونده هيوادونو سره به د پوځي تمرينونو ګډ پوځي تمرينات او د ناوړه وسلو داستعمال ، ترهګرۍ ، او د وسلو دقاچاق پر وړاندې مبارزه کې به د دوی تر څنګ ودريږي . خو په حقيقت کې د ناټو هدف د دغه هيوادونو دځواک او وړتيا معلومول دي چې له دغه لارې يې تر لاسه کوي.
همدارنګه ناټو په ۲۰۰۴ ز کې په استانبول کې ديوې غوڼدې په ترڅ کې په دوه برخو کې عربي خليج ته دخپلو فعاليتنو دپراخيدو ژمنه وکړ، په لومړي قدم کې د تړون غړي هيوادونه په انفرادي توګه کولای شي د عراق د امنيتي ځواکوونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي او په دويم قدم کې چې د استانبول دهمکارۍ هڅه نوم ورکړل شوی ،خليجي هېوادونو ته يو لړليک ورکړل شو چې په اړه يې عربي هېواونو ته دخبرو وړانديزهم و شو .
په دغه لړليک کې لاندې ټکې په پام کې نيول شوې وو :
د دفاعي بودجې په برخه کې مشورې ، پوځي پلان ، مدني پوځي اړيکې ، د ګډو معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او دبحري پولو څارنه ، د ټول وژنې وسلو دمخنيوي او دليږد د وسايلو مخنيوی او د انساني قاچاق مخنيوی . ناټو وايې خليجي هېوادونه کولای شي له دغه موضوعاتو هر يو خوښ کړي ناټو حاضره ده ورسره پرې خبرې وکړي ، دغه وړانديزونه له سعودي عربستان او عمان پرته نورو خليجي هېوادونو منلي دي .
په افغانستان کې دناټو ماتې
د ناټو د نړيوالې ستراتيژۍ د پلې کيدو لپاره ناټو په افغانستان کې امريکا سره همکاري کوي په تيره مقاله کې موږ يادونه کړې وه چې په افغانستان کې د ناټو ماتې لاندې لاملونه يقينې کوي .
د ناټو پوځونه په غرونو او رغونو کې د جګړې تجربه نه لري ، د ملکي وګړو وژنه چې د طالبانو ليکي ورسره پياوړي کيږي د دوی په لاس جوړ شوی حکومت کمزوری دی ، هغه اقتصادي مرستې چې د ناټو له خوا افغانستان سره شوي دي هم اغيزمنې نه دي
د افغانستان د بيا رغونې په نامه څلور نړيوال کانفراسونه جوړ شوي په دغه کانفرانسونو کې په ميلياردونو ډالرو د مرستو ژمنې شوي، د افغانستان او پاکستان لپاره د باراک اوباما ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک د ډيسمبر په ۹ مه نيټه په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دجګړې په نهم کال د افغانستان د ملکي بيا رغاونې په برخه کې موږ اوس هم له صفر څخه شروع کوو .
هالبروک په دې اعتراف کوي چې ميلياردونه ډالر په اته کالو کې هيڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه لري ، هغه وايې ځکه چې د بيا رغاونې په برخه کې د مسوليتونو ويش په سمه توګه نه و ترسره شوی نوموړی وړانديز کوي چې د ناټو هر غړی دی په يو مشخصه ساحه کې کار وکړي لکه المان چې د پوليسو په روزنه کې مرسته کوي او ايټاليا د قضايي قوې په جوړولو کې ، خو هالبروک دې ته پام نه دی چې هغه مرستې چې افغانستان سره کيږي ډيره برخه يې بيرته مرستندويه هيوادونو ته د مشاورينو او بهرنيو کارکوونکو د معاشونو او مکافاتو په ورکولو ورستنيږي ، بل لورې ته دجګړې مصارفو په دغه ټولو مرستو سيوری غوړولی دی .
څوک د دې ضمانت کوي چې له صفر پيلول به دا ځل بدلون رامنځ ته کړي ؟ بلکه ضمانت اصلا وجود نه لري کرزی بيا واک ته ورسيده نوموړي په تيرو اتو کالو ډيرې هڅې کړي خو له ناټو پرته نوموړی د يوې ورځې لپاره هم په واک کې نه شي پاتې کيدلی .
بل لوري ته د اوباما دنوې سترايژۍ له مخې افغانستان ته بايد اضافي سرتيري واستول شي چې دا به هم ډيره اغيزمنه نه وي ،ځکه په ۱۹۷۴ز کې په ويتنام کې د ځواکوونکو ډيرښت د امريکايې ځواکونو دماتې مخه ونه شوای نيولای.
ناټو له عربانو په افغادنستان کې څه غواړي ؟
په کويټ کې دامريکا سفيرې د روان کال دسپټمبر په پنځمه نيټه ويلي : چې ناټو له عربانو غواړي ،چې په افغانستان کې امريکا سره په پوځي او اقتصادي ډګرونو کې همکاري وکړي .همدارنګه دملي امنيت په چاروکې د ولسمشر اوباما سلاکار جيمز جونز د ډيسمبر په څلورمه نيټه څرګنده کړې : چې امريکا تمه لري چې د خليج دهمکاري د تړون هېوادونه به په افغانستان او پاکستان کې دامريکا د نوې ستراتيژۍ په برياليتوب کې مرسته وکړي ، عرب متخصيصين کولای شي د زراعت ، اقتصاد ، ښوونې او روزنې په برخه کې همکارکي وکړي ، همدارنګه جيمز وايې چې دافغان ملي امنيتي ځواکوونو په روزنه او سمبالونه کې هم مرستې ته اړتيا ده .
دمصر دبهرنيو چارو وزير احمد ابوالغيط تيره اونۍ بروکسل کې د ناټوله عمومي منشي راسموسن سره له ليدنې وروسته ويلي : چې راسموسن ورڅخه په افغانستان کې د دوی د ماموريت سره د مرستې غوښتنه کړې . خو مصر له خپلو پولو بهر د سرتيرو استولو ته چمتو نه دی ، خو په افغانستان کې به دمعتدل اسلام دمفهوم د خپريدو په برخه کې مرسته وکړي .
د عربان ځواب به څه وي ؟
هغه څه چې څرګند دي ناټو له عربانو په افغانستان کې د مالي او پوځي مرستو تمه لري . خو تر اوسه په رسمي ډول کوم عربي هېواد دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی . ځينې هېوادونو بيا وار له مخه ناټو سره داړيکو او همکاريو تړونونه لاسليک کړي له دې ډلې اردون يادولی شو چې په ۱۹۹۵ کې يې له ناټو سره ورته تړون لاسليک کړی و
سره د دې چې په ۲۰۰۵ ز کې د مصر د بهرنيو چارو وزير ګواښنه کړې وه چې ناټو دې په منځني ختيځ کې امنيتي رول نه لوبوي، بلکې دا حق يوازې ملګري ملتونه لري . خو د ۲۰۰۷ز په اکتوبر کې مصر هم ناټو سره مشارکت تړون لاسليک کړ . د همدې تړون له مخې مصر ، اردن او المغرب ناټو سره دکوسوفو په عملياتو کې برخه اخستې همدارنګه همدا اوس متحده عربي امارات او اردن په افغانستان کې هر يو يې۷ .۲۵ سرتيري لري چې مرستندويه چارو په برخه کې کار کوي .
که تير ته ځير شو نو عربان به ناټو ته مثبت ځواب ووايې خو دا به دعربانو په ګټه نه وي ځکه
لومړی ناټو يو غربي تړون دی عربي هيوادونه يې پر پريکړو اغيز نه شي کولای ناټو له عربانو يوازې دا غواړي چې دپريکړو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي نه يې په کولو کې او په افغانستان کې هم ورته سيناريو په کار اچول شوې ده ناټو نه غواړي چې عربان دې د دې تړون غړي شي بلکې يوازې ملاتړ ته يې اړتيا لري .
دويمه خبره داده چې دنړۍ مسلمانان او په ټوله کې دريمه نړۍ به فکر وکړي چې عربان د دوی پر وړاندې ولاړ دي ځکه دوی دهغه چا ملاتړ کوي چې هر ورځ په افغانستان او پآکستان ملکي او بې ګناه وګړي کې وژني .
دريمه خبره دا ده چې ناټو په افغانستان کې دماتې سره مخامخ کيدونکې ده نوڅرنګه عربان ديوې بايلل شوې جګړې ملاتړ وکړي که دا جګړه وګټل شي بيا هم عربان به يې له منفي اغيزو خوندي پاتې نه شي لکه څرنګه چې عربانو په ۱۹۱۷ز دعثماني دولت په راپرزولو کې د برتانيانو او فرانسويانو مرسته کړې وه اوس هم عربان پر دغو مرستو خوښ نه دي او يوه تيروتنه يې بولي .