
امريكايانو بيا د بې گناه افغانانو په وژلو خوا يخه كړې ده(!)
(د عاشورا په شپه امريكايانو بله كربلا جوړه كړه )
د بې گناه افغانانو د وژلو په لړ كې د تيرې عاشورا په شپه امريكايي پوځيانو د كونړ ولايت په غازي خان غونډۍ كې لس نفر په يوه كلي كې په شهادت رسولي دي . په دغو شهيدانو كې اووه تنه له يوه كوره او درې نور يې د نورو كورنيو غړي تنكي ځوانان دي، چې د سيمه ييزو ښوونځيو د مختلفو ټولگيو شاگردان وو. د باوري معلوماتو له مخې امريكايي معاصر وسله وال وحشيان د شپې پر دوه بجو كلي ته ورننوتل او د ماشومانو او تنكيو ځوانانو په شمول يې لس تنه بې گناه افغانان په خپلو كورونو كې د خوب په حالت كې د خوب په گناه(!) په ماشيندارو وويشتل . په دې ډول زما د زوكړې ټاټوبى او زما د خاپوړو كليوال د عاشورا په شپه د يوې نوې كربلا شاهدان وو.
افغان او نړيوال چارواكي، د پېښو څارونكي او د راېې ، نظر او انساني عاطفې خاوندان هر كله كولاى شي ددغو ځوانيمرگو شهيدانو د هويت پوښتنه وكړي :
۱. ملامحمد د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د يوولسم ټولگي زده كوونكى
۲. مطيع الله د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د لسم ټولگي زده كوونكى
۳. عطاالله د محمد طالب زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى
۴. سبحان الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د لسم ټولگي زده كوونكى
۵. عتيق الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى
۶. نجيب الله د عبدالله جان زوى د نرنگ لېسې د نهم ټولگي زده كوونكى
۷ . سميع الله د عبدالله جان زوى د غازي خان غونډۍ د لومړني ښوونځي د پينځم ټولگي زده كوونكى
۸. اسماعيل د لاور خان زوى د كوټكي د منځني ښوونځي د اووم ټولگي زده كوونكى
۹. ثمرگل د اميرگل زوى د خوړه گاش د منځني ښوونځي د اووم ټولگي زده كوونكى
۱۰. عبدالخالق د عبدالمنان زوى ساده كليوال ، تنكى ځوان
په ماشيندارو سمبال وحشي سړي وژونكو مېلمنو به خپلو امرانو ته حتماً په خپل راپور كې ويلي وي، چې نن يې د كاميابو عملياتو (!) په ترڅ كې لس نفر وسله وال طالبان (!) د مقاومت په نتيجه كې له منځه يوړل .
افغان بېچاره(!) او بېواكه واكداران (!) خو په كور دننه (خپل هېواد كې) د زورورو بهرنيو ميلمنو له عملياتو نه خبريږي ، او كله ناكله چې خبر ي رسنۍ ددوى قيمتي وخت ورضايع او په ورته زړه بوگنوونكو حوادثو يې خبر كړي ، بيا نو ځانته زحمت وركړي او په انجام شوي كار د ژور خفگان د مراتبو اعلاميه خپره كړي . د افغانستان د ملي دفاع (يو خروار) وزير ، چې بې له شكه له دغه حادثې بې خبره او بې غمه دی ، نن سبا به بيا د ولس له نماينده گانو ( ولسي جرگې ) څخه د اعتماد رايه حتماً تر لاسه كړي . ځكه دى د بل هر چا په نسبت وړ شحصيت (!) دى، هم ستر مجاهد او هم ستر جنرال دى، په (انگليش) كې هم جراره دى، سكه يې جوړه ده ، په غوښه پټ دى او د حاكمې ادارې له نورو واكمنانو سره د همرازۍ او همرنگۍ نور صفات يې هم پوره دي ... د مظلومو افغانانو دې خداى وزله وكړي، چې كورني (طالبان) يې په چاړه حلاوي او كه بهرني (امريكايان) يې په ماشيندارو ولي، د دفاع وزير خو په كلواو بانډو كې د چا د دفاع زمه واري نه شي كولاى (!) ... رايه خو به حتماً تر لاسه كړي،خو د ولس له نماينده گانو څخه هيله كيږي ، چې ښاغلى ستر جنرال ته لارښوونه وكړي ، چې د دفاع وزارت پر ځاى د امريكايانو د ترجمانۍ چاري په غاړه واخلي، چې د افغانانو دډله ييزې وژنې په وخت كې ښاغلو(!) قاتلينو ته د ښځې او نر ، ماشوم او سپين ږيري ، وسله وال طالب او عادي كليوال افغان فرق ور په گوته كړي ، خير دی نوم دې د ستر جنرال او د دفاع د وزير ورپورې وي .
افغان بېچاره(!) او بېواكه واكداران (!) بايد ځكه ملامت نه كړو، چې د ځان خبرولو صلاحيت او مسؤليت نه لري . خو باور لرم، چې د امريكايي پوځي بدماشانو د دغو مؤفقانه (!) عملياتو راپور به د مراتبو په سلسله بالاخره حتماً بارك اوباما ته ، هغه چاته چې همدا اوس اوس يې د نوبل د سولې نړيواله جايزه تر لاسه كړه رسيږي . نه پوهېږم ، چې ښاغلى اوباما به په دې خبر وي او كه نه ، چې د امريكا پوځي بد ماشان هره ورځ د بې گناه افغانانو په وژلو كربلا جوړي، يايې په نيمه شپه پر كور ورننوزي ټوله كورنۍ ور ووژني ، يايې د واده پر مراسمو بمونه ور واچوي ، يا د لمانځه، جنازې او فاتحې پر گډونوالو د ماشيندارو ججورې ور خالي كوي .
زما خو له افغان بېچاره(!) او بېواكه واكدارانو (!) نه دا تمه نه كيږي، خو كه ښاغلى اوباما د امريكايې پوځيانو له مشر قوماندان څخه په تيرواتو كلونو كې د وژل شوو افغانانو ( ددوی په وينا مسلحو طالبانو) د شمېر پوښتنه وكړي او دا پوښتنه هم ورسره غبرگه كړي، چې دومره وسله وال طالبان له كومه شول ؟ نو حتماً به دې منطقي نتيجې ته ورسيږي چې امريكايي پوځي سادستان نه له خدايه ډار لري او نه د هغه له مخلوقاتو، په ټوله بې شرمۍ او سپين سترگۍ د بې دفاع افغانانو په وژلو خپلې شيزوفرينكې غريزې خړوبوي ، او د هر بې گناه وژل شوي افغان پر تندي د طالب او القاعدې ټاپه لگوي .
له افغان بېچاره (!) او بېواكه واكدارانو(!) نه ددې خبرې تمه كول بې ځايه كار دى ، خو كه ښاغلى اوباما له خپلو پوځي چارواكو نه ددې پوښتنه وكړي ، چې دوی ولې د افغانستان په كلو او بانډو كې د طالبانو (؟) او القاعدې (؟) په لاس ته نه راتلونكي ښكار پسې د امريكا د ملت پيسې مصرفوي ، او ددې پر ځاى نه غواړي، د ورانكارانو د روزنې او پالنې ځالې او د پيسو او وسلو د تاميناتو هغه مركزونه ، چې له كراچۍ څخه نيولې تر هندي كشمير پورې ټول پاكستان ور باندې ډك دى ، له منځه يوسي او يا لږ تر لږه له خپلو پاكستاني متحدينو او متعهدينو څخه د هغوی د كنترول جدي غوښتنه وكړي .
له افغان بېچاره(!) او بېواكه واكدارانو (!) څخه د هېوادپالنې ، افغان پالنې او انسان پالنې تمه ساده توب دى ، خو ښاغلى اوباما چې په هېواد كې يې د سپيو او پيشوگانو په وژونكو اوږدې دعوې او محكمې دايريږي، لطفاً دې د خداى (ج) او د هغه د مخلو قاتو له قهر او غضبه وډارېږي او ددغه هېواد بدماشو او خداى ناترسو پوځيانو ته دې امر وكړي ،چې د القاعدې او طالبانو په نامه د بې دفاع او بې گناه افغانانو په وينو دې د سړي وژنې وحشي غريزه نه خړوبوي .
ناشونې ، مشكله، بې ځايه او ناجايزه به وي، چې هر افغان د خپل پلار، زوى، ورور، وراره او خپلوان د قاتل د محاكمې او غچ اخيستلو لپاره ځان وژونكى واسكټ واغوندي او يا د طالب په نامه د هېواد شرموونكو، افغان شرموونكو او اسلام شرموونكو ورانكارانو له کتار سره يو ځاى شي .
خو ښاغلى اوباما او د امريكې ملت دې په دې ښه پوه شي، چې د بې گناه تويې شوې وينې هر څاڅكى يو نوى امريكا ضد ذهنيت او امريكا ضد انسان زېږوي، او كه بې گناه انسان وژنه همدا ډول ادامه ولري ، امريكايي پوځيان به په خپل لاس دغه مځكه د ځان لپاره په جهنم بدله كړي .
موږ بې دفاع افغانان ددغو وحشي سړي وژونكو د رښتينې محاكمې هيله يوازې د خداى (ج) له دربار څخه كولاى شو او بس !