اخ ولسمشره!


په روغتونونو وګرځيدې د دې پر ځاى چى د دوى د کارونو څخه څارنه وکړى، هغوى لا د مخه خبر وو چى تاسې راځئ ځانونه يي درته اماده کړل، ستا يي ښه قدر وکړ او تاسو دوى لا پسې تشويق کړل.
د وزير محمد اکبرخان او د صحت طفل روغتونونو کومو ته چى زه نږدې اوسم او معلومات لرم انسان ته خو پکې هيڅ د انسان په سترګه نه کتل کيږى • په هلمند کى به بمبار ځپلي وى ټوله کورنۍ به يي له لاسه ورکړى وى • يوه روپۍ به له کومه کړى درته ، خو دا بي وجدانه ډاکټر به ورته وايي چى د ناروغ کار د دلته دولتى روغتون کى نه کيږى، دلته هسى د وخت تيرول دي، شل ورځې د تيرې کړى شل به نور هم درباندى تيرى شى، ناروغ به هيڅوګ هم عمليات نکړى.
ډاکټر
ناروغ دې ماته شخصى روغتون ته راوله، مريض ماته پلاني روغتون ته راوله.
ولسمشره درنه مو هيله ده چى د دې هيواد تر ټولو لوى دښمنان ډاکټران دي، طالب داعش خو مو په مرميو وژني، په غرونو کې راته ناست دي، خو دوى مو بيا په سيروم او پيچکاريو وژني، او دوى راته په روغتونونو کې ناست دي، له طبابت يي راته سم تجارت جوړ کړى. 
يو کار وکړئ؛ د عراق شهيد ولسمشر صدام غوندى يو څو ډاکټران تاسې هم اعدام کړئ، د نورو لپاره به عبرت شي، نوم به دې د ولس په زړه کې ثبت شي. 
که ثبوت غواړى يوه ورځ د غريب په جامه کى مو کوم همکار ورته راوليږئ درمعلومه به شي. 
په ټولو دولتي روغتونونو کې همدا حال دى.
زما هم همدا مسلک دی، تر اوسه زما د ناروغانو سره چا داسى بده رويه نده کړې، خو لوى الله ج قسم خورم چې پدې خوار افغان ولس مې ډير زړه خوږيږى.
طبى تکنالوجسټ لاهورجان لکڼوال