
ليکوال: ولسمل ځوريدلى ،جلال اباد
جلال اباد ښار چې يو دمشهورو سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کيږي ، دطالبانو د پرځيدو وروسته دلته دولايت دڅوکۍ لپاره ځني وګمارل شو چې يو تن دهغوى څخه حاجې دين محمد و، د نوموړي دولايت پروخت جلال اباد ښار داسي دخاورو ، ګردونو او مرداريو څخه ډک ؤ چې شخص به دکور څخه بيرون ووته نو بيرته به د راتګ پر وخت نه پيژندل کيده ځکه داسې مشاده به تري جوړه وه چې دخلکو به دخندا وه، ټول سرکونه ، لارې او کوڅې خام او دخاورو په قير باندي لړلي وو ، خو محترم حاجې دين محمدچې به هميشه دفيل په غوږ کې ويده وه دا ټول د ښار مشکلات او دښاريانو کړاوونه ورته نه ښکاريدل ځکه هغه جناب خو به په داسې نوي ماډل موټر کې سپور وو چې نه به ورته څوک ښکاريده او نه به ورته په دې اړه په کوپړۍ کې کوم نظر ګرځيده، او نه يې په دې اړه داسې کوم پروګرام په مخه کې درلود خو هغه چا ريښتيا ويل چې جاهل دى خدای دچا نه رهبر کوي ځکه نه په خپله پوهيږي او نه بل چا ته غوږ نيسي ، په نوم والي خو په دې هم نه پوهيده چې په کوم ډول غونډه کې کوم ډول خبره وکړي ، بس په هره غونډه کې يي خپل مړي را ژوندې کول تا به ويل چې مړي او شهيدان خو همدي په خاوره کې ورکړي خو دهغې يو ميلون شهيدانو، کنډو ، يتيمانو او بى وزلو خو نوم هيچا هم وانه وريد ځکه غم دی د لالي په سر مسته دې تازه ګرځي، دي ته خو د درى وخته پرځاى پنځه وخته هغه خواړه رسيږي چې دى يې کله هم په خوب کې فکر نه وو کړى. بس د تل لپاره به يې ځوړ ډول ډنګاولو خو کله چې به ترى لاره ورکه شوه نوبيابه يي دخپل ماشومتوب هغه قيصه راواخيسته چې خور يې ورپسې څپلۍ راخيستى وه ، امکان دى ولرى چې ډيرو کسانو ترې دا قيصه اوريدلي وي څه به مو سر په درد کووم د دين ولايت نه وه سم دخداى قهر وه په جلال اباد باندى دى خو غيرلدې چې دځان لپاره يي دکورونو شمير برابر کړى وي نور يي هيڅ هم ونه کړل ، نه په خبرو پوهيده او نه يې کنايه پيژندله ځکه يوه ورځ دنارنج ګل په مشاعره کې شاعرانو وروڼو دومره ديته د شعر او نظم په ژبه سپکې سپورى وکړې چې يو دا ورته پاتې وه چې ورته يي ويلى وى چې ستا دښځې يا ستادمور........... خودى خپل غوږ هم ونه ګراوه، هغه يومتل دى چې خر به دنبوره چې ميفهمد د شاعرانو شعرنونه او د طنز څخه ډکې ليکنې خو ورته سم دملانصرالدين ټوکې ښکاريدى .
په هره غونډه کې به چې دې خبرى شروع کړى بيابه يي ناسته نه وه په ګډو ، وډو به يې شروع کړى وه ، په هماغه مشاعره کې دى هم پورته شو او خپلى خبرى يي داسي پيل کړى :دخوشحالى ځاى دى چې نن دنارنج دګل مشاعره لمانځو ، تاسې چې نن دنارنج د ګل بويونه ګورۍ .... او داسې نور .
دى بيچاره پورى خو دورور مرګ (عبدالقدير) نه وه سم بورى برکت ؤځکه دا خو چا دمکتب ملازم هم نه نيوه بس دجلال اباد غوندى ولايت کې والي شو. په دي نه پوهيږې چې دګل بوى ليدل کيږي او که حس کيږي يا بوى کيږي داسي ډير ځايونه شته چې پکې يي ګلان کرلى وو.
وخت وه تيريده او جلااباد ښاريانو باندى لوى خداى مهربانه شواو خلک دخداى دقهر څخه خلاص شو اودين ددى ځاى څخه بدل اود کابل والي مقرر شو که ووايو چې دى کابل لپاره څه وکړل نو هرچاته معلومه ده چې غوايي دې په اخور غټ شو غاښ ليدولو ته يي حاجت نشته ، دى پخواتردى څه کړې وو چې اوس به يي وکړي.خوکله ناکله به دتلويزون په پرده ښکاره شو چې په غونډه کې ناست دى او په دواړو جاملو به يي خوراک شروع کړی وو تابه فکر وکړ چې ګوندى د لسو کالو نهار دې تړلى بس خوار په هندوستان هم خوار وي . دې ناپوهه په مصيب د کابل خلک اخته شو مصيبت خو ورته خلک په دې واىي چې دمشرانوخبره :ازبيکار ششتن دختر اوردن خوب است.که دى ښه دى او که بد بس دکابل ښاريان يي په مصيبت اخته دي . خو افسوس په دى راځې چې هر څوک خاورې او وطن ته خدمت کوي په لاسونو دې يي برکت وي او که دخاوري په تاوان ويي نودلاسونو دي خلاص شي.
اوس راځو د شهر سازۍ وزير ګل اغا شيرزي ته ، نوموړى دقندهار ولايت څخه دى او ددين محمد څخه وروسته والي شوخو وايي چې چاغل نه وه ليدلى چې يي وليد بيا پرى سپريده چې خر دى، دننګرهار خلکو هم نه پوښ سرک ، نه قير نه په سرکونو کې ګل دانونه ليدلى وو دګل اغا په راتګ په ښار کې کارشروع شو او لږ کار هم ډير ښکاريده نو ځکه شيرزي ته چا دبازسازى اتل چابيلدوزر چا ورته يوڅه او چا بل څه ويل او دهغې کارونه ستايل کيدل خو ددى هيچا پوښتنه ونکړه چې څومره يي خپلي کمپنۍ په کار اچولي ؟ خپل قندهاريان يي څومره په کار ګمارلې ايا همدومره کاردښارلپاره ضروري وه چې دى وکړ؟ ايا ددې هم چا پوښتنه وکړه چې څومر په خپل جيب کې او څومره يي په کار اچولي دي خو ددى سره ، سره يي يوڅه وکړه ځکه دپخوانيو وينا ده چې دنااهله ځوى څخه اهله لور ښه وي که خپله وګډيده ،که نور يي وګډول اوکه ټوله شپه يې په ډول اوسورني تيره کړه اويا يې په اونۍ کې خپل يو وياندمقرر اوبل يي لرى کړاو اخر يي يو خام زنى مقرر کړ ددې په مانا خو هرڅوک پوهيږي چې د زمري غار بې د هډوکو نه وي ،خو په لنډه وايوکه اتيا يي په جيب نو شل خو يي په ښار کې په معلوم داره ځايونو ولګولې ښارته يې نوى رنګ او څيره بدله کړه تردې چې داسې هم ويل چې يوه ورځ دين محمد دکابل خپل ډريور ته وويل چې ما جلال اباد ته يوسه نوموړى په ټوله لاره ويده و خوکله چې د عامې روغتيا چوک (چهاراهې مرستون) ته راورسيد نو ددى دموټر مخې څخه څوک تير شو اوددى ډريور په يوځلې بريک ونيوه نو دين صيب دخوبه راويښ شو ګوري چې دوه طرفه سرکونه ، دسرک پرغاړه دبريښنا پايې لږيدلي نو حيران شو او خپل ډريور ته په قهر وويل چې ما درته ويل چې جلا ل اباد ته لاړ شه او ته مزار ته تللی يې داولې ؟ نو ډريور ورته په ډيره سړه سينه وويل والي صيب داهماغه جلال اباد دی خو اوس ورته د شېرزي په نوم والي راغلی نو دين صيب سرټيټ کړ او نور يي خبره غبرګه نکړه د بلې خواداهم بايد دياده ونه باسو چې دوړوکې ښار دبريښنا په جوړيدو کې د صفر سره ضرب شو دابه خداى ته معلومه وي چې دې ته يې کوم بادار په غوږ کې ويلى وو چې داکار مکړه ، که چېرې شېرزي صيب غوښتل چې دجلال اباد ښار بريښنا جوړ کړي نو امکان دى ولرى چې دهمايون انګار ديوى شپې مصرف يي هم نه اخيسته او ښار به په بريښنا باندى روښانه وى خوبس خداى دى په ټولو افغانانو ورحميږي يو مشهور متل دى چې وايي ږيره زما او واک يي دملا ، خاوره زمونږ ده او دمشرانو قيضې مو دبل په لاس کې دي چې څنګه يي ورته بادارانو وويل دوى هماغسي کوي .
په دې ورستيو کې د کرزي په بې مانا او بې مفهومه کابينه کې شېرزى صيب د ښارجوړونې وزير ونومول شو اوس دې بيا الله دجلال اباد ښار مل شي چې هماغه ځوړ مصيبت به ورته راځې چې ورسره به ځوړ ملا او زړې تراوي وي او که بل څوک به ددغه ولايت والي نومول کيږي دابه وروسته په ډاګه شي خو دډېرو نه داسې اوريدل کيږي چې دين محمد به بيا ددې ولايت والي مقرر شي ځکه هغې خو شهيدان ورکړي او ددى خاورې لپاره يي زيات کړاوونه تيرکړي دبلې خوانه يي جناب کرزي صيب لپاره دکورنۍ نارينه او ښځينه وو کمپينونه کړي نو بايد جناب غير دولايت څخه ورته بله دنده ورنکړي خو ځنې وايي خر چې دخرو څخه وروسته شي نو بايد يي غوږ پرې شي نو والي دې لکه سمبول ديوځاې څخه بل ځاي ته ليږل کيږي داخو څوځل وازمايل شو چې چندان کوپړۍ نده بايد چېرته دسرک پرسر شورنخود خرڅ کړي ځکه په هيواد کې مو ډير داسې کدرونه لرو چې دهرې خوا څخه رسيدلي دي او اهل کاردي ، خو زه داسې وايم چې دين به نه شرميږې چې ښار کې خپه هم کيږدي ځکه دهغې دوخت ډيرانونه چې پرسرکونو پراته ووترننه يې شېرزى پاکوي ددې څخه داسې هم مطلب اخيستې شو چې ددين محمد دسرک پرسر ......کړي وو او شېرزي پاک کړل نو په کومو سترګو به دى جلا ل آبادښار ته راځي ؟؟!!
دبلې خوا زمونږ دښار مشران خو بيا داسې لوې برسونه لري چې باور وکړۍ چې واوري چې فلانې راغلې نو بيا ورته مخې ته محمدهاشم غم شريک په شان خپې ابلې منډې وهې ، ورته به صفايي کوي او............ ته به يي اوبه اچوي .که همدا دين راغی نو همداغه زمونږ سپېن ږېري د پيتاوي ..... به ورته چاپلوسي کوي څوک به ورته لور ورکوي او څوک به ورته څه او څوک څه ............؟
نور قضاوت ستاسي دى چې څوک ښه دى او څوک بد خو لږ دخداې نه ووريږئ دخپل مشرانو نه کار واخلۍ ، کار ترى وغواړۍ او دهغې په تشو وعدو مه دوکه کيږئ.
مننه