
ديني زړده کړې يې چېرې ترلاسه کړي دي؟ استاد يې څوک دی؟ د کومې مدرسې سند لري؟
دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې هغه وخت کېږي چې کله يو څوک غواړي په دې خبرو خپل هغه مخالف غلی کړي چې د مطالعې له لارې يې يو نظر قائم کړی وي. يا د دوی د کوم خاص مشر وضع کړي قوانين ناسم وبلي او په هغوی کې د اصلاح او بيا کتنې غوښتنه وکړي.
دې خبرو ته که له بلې زاويې وګورو، له دې پښتنو وروسته سړي ته يو څو پوښتنې راولاړېږي چې آيا په دين د پوهې هنر يوازې مروجه مدارسو پورې منحصر دی؟
آيا ديني علوم په مطالعې نه شي زده کېدلای؟
آيا استعدادونه ټول په يو ډول وي؟
آيا هغه څوک چې له ديني مدارسو فراغت اخلي؛ ټولو ته بلا استثناء د دې وړتيا پیدا کېږي چې تصنيفات او تأليفات وکړي؟
که ځواب هو وي، نو دا خو د واقعيت خلاف خبره ده، ځکه چې مونږ ډېر داسې کسان وليدل چې د يوې پر ځای د دوو مدرسو د فراغت سندونه په لاس کې لري، مګر په عربي ژبې دوه درې سطره ليک نه شي کولای حتی املاء يې سمه نه وي زده!
که ځواب نه وي، نو بيا خو مطلب دا شو چې له مدرسې فراغت په ديني علومو د پوهاوي اساسي معيار نه دی، بلکې اساسي معيار استعداد او خدای ورکړې ملکه ده!
که له مدرسې فراغت شرط وګڼو، نو کومې مدرسې بايد اساس وي؟
کوم نصاب باید وويل شي؟ ځکه چې په مدارسو کې نصابونه فرق کوي!
که څوک وايي چې مدارس شرط نه دي بلکې له يو شیخ يا ديني عالم شاګردي شرط ده، نو د عالمانو د علميت هغه پټه اندازه به څنګه سره تفکيک کوو چې کوم عالم له بل څخه، په کومو علومو او فنونو کې تکړه دی؟
يا د کوم عالم شاګردي په انسان کې د ديني علومو د زده کړې وړتيا غښتلې کوي؟!!
له مدارسو فراغت او يا د کوم خاص شیخ شاګردي که اساسي شرط وي، نو آيا دغه شرط عام او مطلق دی چې بايد په ټولو يې اطلاق وشي او که نه مونږ په خپل تاريخ کې داسې علماء لرو چې په مطالعې يې د علم او پوهې په ډګر کې يو ځانګړی مقام خپل کړی دی؟
مثلاً، د اصولِ فقهې يا تفسير يا اصولِ حديث د يو تکړه عالم او استاد د شاګردۍ په سبب که يو څوک د دې جوګه کېږي چې ديني پوهه يې اعتبار پيدا کړي، نو که چېرې همدغه استاذ خپل علم او خپل معلومات په يو کتاب کې وليکي، د دې کتاب د متن د سختوالي په سبب خپله مصنف او يا بل کوم نوموتی عالم يې په اسانه ژبه او په روان عبارت شرحه کړي او بيا يو بل څوک دا کتاب څو څو وارې ولولي او ګټه ترې پورته کړي، نو د دغه دويم شخص علم او پوهه ولې او په کومو دلايلو معتبره ونه ګڼو؟
اوسنی عصر چې علم ته په کې ډېر خدمت شوی دی، ټول علوم او فنون په اسانو شروحو تشريح شوي دي، کمپيوټرونو او نورو عصري وسايلو د علم طالبانو ته، معلوماتو ته لاس رسی اسانه کړی دی... نو د اسانتياو په دې عصر کې که يو اديب او يا د بلې څانګې متخصص ديني علوم زده کول وغواړي، استعداد يې ولري، زحمت وباسي... نو وبه نه کړای شي چې ديني پوهه زده کړي؟ آيا د دغه انسان استعداد، پوهه، ژوره او دقيقه مطالعه يوازې د دې په خاطر له پام وغورځول شي چې له مدرې نه دی فارغ؟
آيا ديني زده کړې کوم جادويي څېز دی چې خاصې چِلّې او دورې ورته حتمي دي؟
او که نه د صوفيانو او پيرانو کوم دم دی چې په اجازه او رضائيت ترې نور ګټه پورته کولای شي؟!!
دا او دې ته ورته لسګونه ډېرې نورې پوښتنې چې زما فکر ته راځي؛ معقول ځواب غواړي، دا پوښتنې مې له ډېرو هغو دوستانو سره مباشرتاً مطرح کړي هم دي چې د دينې پوهې د ترلاسه کولو لپاره له مدارسو څخه فراغت شرط ګڼي او د يو ديني عالم مستقيمه شاګردي په دې اړه حتمي بولي، له بده مرغه له شايد، اګر او مګر پرته يې کوم مدلل ځواب نه دی راکړی، خو زه لا هم د معقول ځواب په لټه کې يم!
هيله ده يو شمېر هغه وروڼه چې په دې رابطه ژوره مطالعه لري، د ځواب په پيدا کولو کې راسره مرسته وکړي.