غزل

ما خو په ژوند کې دومره بد چانه لېدلي نه وو
ما خو په ژوند کې دومره بد چاته ويلي نه وو
ستا د غماز غماز باڼه چې مې ولاړ وو مخکې
چېرې خو ما درته اشنا کاږه کتلي نه وو
پورته کېدل هغه مقام ته څه اسانه نده
ليلا مجنون خو په زېنو کې هم ختلي نه وو
چې په هر ځاى کې د هر چا د خولې کېسه دې کړمه
يا زمانې دا خو په خيال کې مې راغلي نه وو
د ښه او بد کېسه کې نه وم که هر چېرته به وم
دا دومره ډېر خو مې په ژوند کې هم ژاړلي نه وو
نصيبه لاړ شه چې څه کړمه نور په خپله يې کړم
داسې کارونه خو ما چا سره منلي نه وو
که اوس ملا شې د بخت جان باور دې مات دى اشنا
هغه د غرونو غرني کله دنګلي نه وو
بخت جان "ملګرى"