
(اکتوبر ۲۳، ۲۰۰۸) د خوړلو نړیوال سازمان واضح کړ، چې د خوړلو نړیوال بحران ډیر شوی او نا خبره خلکو ته د یو طبعي پېښو وهونکې دی چې له منځه وړل یې ډیر ګران دی. مېلیونونه خلک د لوږې د خطر سره مخ دی، او یقینآ چې د خوړلو اوسنۍ بحران ډیر او تخریب کوونکۍ دی.
مګر دلیل یې دا دی چې ګڼ شمیر خلک خوړلو ته لږ لاس رسۍ لری، خو برعکس د بې اعتباره کرنې د پالیسیو، نا برابره سوداګرۍ، او بې دوامه پرمختګ د نړۍ د خوړلو سیسټم یې نا امنه او د فقر واټن ته یوړو. که څه هم لوږې په څپو راځي، خو هر څوک په قحطی کې غرق نه دی. په حقیقت کې د نړۍ د خوړلو بحران پانګه اچوونکو او څو هیوادونو شرکتونویې شتمن کړي. که څه هم هغو غریبان خراب کړی خو نوره نړۍ یې په سخت چاپیریال او اقتصادی خطر کې ډوب کړی ده.
نړیوال بانک، نړیوال سوداګریز سازمان، د ملېنیم ننګونه، د يوه شنه انقلاب ټلوالې، د امریکا د کرنې ریاست، وایې چې د خوړلو د بحران ریښې په احتیاط سره له منځه یوړل شی. او حل یې دوی داسې بیان کړ چې هماغه پالیسۍ او ټیکنالوژی چې په اول ځل یې ستونزو رېښې کړې وی، د خوراکي توکو ډیروالی، بیا تنظیمول د نړیوال سوداګرۍ په کرنیزو توکو کې او ډیره ټیکنالوژی. دغه اقدامات يوازې د شرکتونو اوسنی حالت د پياوړتيا او د نړۍ د خوړلو کنټرول کوی.
د خوړلو بحران د دري بېلیونه ډیرو خلکو باندی اغیزه کړی ده، چې لږ تر لږ د نړۍ نیم نفوس کېږي. د اوسنی بحران اسلحه د خوراکې توکو د قېمت لوړ والي وو. نړیوال بانک یو رېپورټ خپور کړ چې د خوراکی توکو قېمت ۸۳ سلنه ډیر شوی په اخري درېیو کلونو کې، او د ملګری ملتونو د خوړلو او کرنې سازمان وویل چې په نهو میاشتو کې د نړۍ د خوراکی توکو قېمت کې۴۵ سلنه ډیر والی راغلی. د مارچ ۲۰۰۸ په نړۍ کې اوسط قېمت د غنمو ۱۳۰سلنه ډیر په پرتله د یو کال مخکې نه، د سویا (لوبیا) قېمت ۸۷ سلنه ډیر، وریجی ۷۴ سلنه ته پورته شوې، جوار ۳۱ سلنه. د خوراکی توکو قېمت تر اوسه پورې لوړ دي دا په دې خاطر چې لږ عواید د غریبو کورنیو د سوځیدلو مواد او کورونو لوړ قېمت سره مخ شی، او دوی تر اوسه د کافی توکو د اخیستلو توان نه لری.
په ۱۹۷۴ کې ۵۰۰ میلیونه خلک وږې وو. د خوړلو نړیوال کنفرانس ژمنه وکړه چې په لسو کلونو کې به د ماشومانو لوږه له منځه وړی.
په ۱۹۹۶ کې ۸۳۰ میلیونه خلک وږې وو. د خوړلو نړیوالې غونډې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به نیم وږې خلک له لوږې نه ژغوري.
په ۱۹۹۶ کال کې د متحده ایالاتو ۱۲ سلنه نفوس وږې وو.
په ۲۰۰۸ کال کې ۸۶۲ میلیونه خلک وږې وو. د خوړلو او کرنې سازمان د نړۍ د خوړلو امنیت باندې غږ وکړ چې د دې په ځای چې ۴۰۰ میلیونه لوږه کمه شی خو لوږه نوره هم ډیره شوه. نړیوال بانک په خپلو پروژو حساب وکړ چې حد اکثر د فقر د یو بیلیون نه ۱.۴ بیلیونه ته لوړه شوي ده. او د دري بیلیونه ډیر خلک د ورځې د دوه ډالر نه لږ ژوند کوي.
آیا په نړۍ کې د خوړلو کموالۍ دی؟
نړیواله کرنې په کافی اندازه د خوړلو کالوري تولید وي چې د ۷ بېلیونه خلکو د ضرورت انرژي ورکوي. ډیروالي په تولید کې په اساس د پرمختللو تخمونو، اوبو او د چاپیریال ټیکنالوژۍ او په وده کونکو هیوادونو کې ناکافی تولید د نړۍ خوړلو کموالی وجه په ټوله نړۍ کې ده. د خوړلو کموالۍ د دوه حالاتو لاندې منځ ته راتللی شي، که د تولید ډیره کالوري مستقیما ژوو ته د انسانانو په ځای وشی، بعضې د غوښې نه خوند اخلی او بعضې د کالوري د کموالي سره مخ دي. خو تر اوسه پورې نړۍ د خوراکی توکو د کموالي سره مخ ده.
ژباړه: احمد ظهور”سعیدي”