پوهېږم!  ازموینه راڅخه اخلې!

 
په هره بڼه مې ولیدې، او هرځل مې مینه درسره کړې. د جنون او لېونتوب له سرحدونو سره، د عقل او هوش په تل کې، د مینې او هوس په اوج کې، هو! هر چېرې او په هر ځای کې.
نه مې هېږېږي!
په هغه ورځ چې تندر، توپان، او شړکنده باران کې ستا لیدلو لپاره له کوره بهر دروتلی وم، د خوړ په غاړ هاغې لوړې غونډۍ پر سر باندې درته ودرېدم. اه! څه یو له خونده ډکه ورځ وه ان تر مرغانو پورې د مرګ له وېرې خپلو ځالو ته تللي وه. څومره ښکاره ښکاره مې ولېدلې. چې ته يې، چې یوازېتوب وي، چې ژوندوي همدا بس دي.
د ډېرو په سترګو کې مې ولیدې، پر ټولو ګران وې، زه نه وایم ، د هغوی سترګو ویل. د ځینو په سترګو کې ان دومره جوت ښکارېدې چې د هغو سترګو ستاینې لپاره کلمې د تل لپاره ګونګۍ پاتې کېږي.
یوه ورځ، چې لا مې د مخ پوستکی نه وو غونج شوی، د شونډو په نازک والي او د سینې په ګرمۍ کې پیدا کړې، اوس چې په ویښتو کې مې سپین لږېدلي زړه مې لا هم هماغه غوښتنې لري.
د ګل له خاموشو پاڼو نه نیولې د سندرو تر شوره له دې ټولو سره مینه لرم، په دې ټولو کې یو راز دی.