اقتصادي خپلواکي څه شی ده؟

 
که څه هم اقتصادي خپلواکي د خپل ذات له مخې يوه ساده کلمه ده،ليکن په حقيقت کې د دې کلمې تر شا د هېوادونو د پرمختګ او ځواکمنتيا راز پټ دی،هغه هېوادونه چې له اقتصادي خپلواکۍ برخمن وي په سياسي ډول هم د نورو هېوادونو په نسبت غښتلي وي اوکولی شي د خپلو سياسي پرېکړو پر بنسټ نور هېوادونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي؛اوس نو پوښتنه داده چې اقتصادي خپلواکي څه شی ده؟
هغه مهال چې هېوادونه له خپلو اقتصادي سرچينو څخه مناسبه او پر ځای ګټه واخلي،د کانونو،کرهڼې،صنعت او نورو اقتصادي سکتورونو د پرمختيا لپاره لاس په کار شي او په دې برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي،طبيعي ده چې داسې هېوادونه په اقتصادي برخه کې پر ځان بسيا کيږي او دا حالت چې يو هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا شي د اقتصادي خپلواکۍ څرګندونه کوي.
هغه مهال چې هېوادونه له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا شي،نو کولی شي خپلې ټولې اړتياوې او غوښتنې په خپله مرفوع کړي او په دې برخه کې پر نورو هېوادونو ډډه نه لګوي خو يواځې په ځانګړو حالاتو کې په بهرنيو هيوادونو تکيه کوي.
له اقتصادي اړخه خپلواک هېوادونه تل له نورو هېوادونو سره غښتلې اقتصادي او سياسي اړيکې پالي او په ډېره منظمه توګه اقتصادي او سياسي ګامونه پورته کوي.
اقتصادي خپلواکي په هر اړخيز ډول د وګړو په ژوند کې د تدريجي پر مختګ سره مرسته کوي او په ټوليزه توګه د ولسونو د ژوند د ښه والي او پرمختګ سبب ګرځي.
که څه هم زموږ ګران هېواد افغانستان د تېرو څو لسيزو جګړو په پايله کې په بېلابېلو برخو کې درانه او نه جبرانيدونکي زيانونه وليدل چې دا هېواد يې د پر مختللو هېوادونو له ډلې په شا کړ او په دې ډول تر ډېره له سياسي او اقتصادي خپلواکۍ څخه په واټن کې پاتې شو،خو په ډاډ سره ويلی شم چې دا هېواد د ټولې آسيا په کچه د غوره اقتصادي موقيعت او پرېمانه اقتصادي سرچينو د شتون له مخې تر ټولو بډای هېواد ګڼل کيږي،کوم چې په ډېره آسانۍ کولی شي په اقتصادي برخه کې پر ځان بسيا شي او روښانه راتلونکې ولري.
اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره د حکومتونو له لوري د منظمو اقتصادي کړنلارو او اوږدمهاله او منځمهاله پلانونو جوړول او پلي کول اړين دي،حکومت بايد له فساد او درغليو څخه په تشه فضا کې د لويو،منځنيو او کوچنيو اقتصادي پروژو پلي کېدو ته را ودانګي او په دې برخه کې د بهرنيو او کورنيو پانګونو لمن پراخه کړي، د کانونو د راسپړلو، د کرهڼې او صنعت د پراختيا او غوړېدو لپاره فرصتونه رامنځ ته کول اقتصادي خپلواکۍ ته لاره برابروي،د کاني زېرمو او کرهڼيزو فرصتونو د شتون له مخې د افغانستان په شان غني هېوادونه کولی شي چې په لنډ مهال کې د زياتو اقتصادي پرمختګونو شاهد واوسي او اقتصادي خپلواکي تر لاسه کړي.