د جاسوسۍ الوتکې

ليکنه: نوراحمد عايل
په دې ځاى کې د جاسوسي شپږ سترې الوتکې در پېژنو، چې خلک يې په اشتباه هوايي بېړۍ فکرکوي.
د امريکا دڅارګرۍ ادارې (CIA) منلې ده چې په ١٩٥٠ او ١٩٦٠کلونوکې چې خلکوکومې فضايي بېړۍ ليدلې وې ،هغه فضايي بېړۍ نه وې بلکې د دوى له خوا جوړې شوې جاسوسي الوتکې وې
١- P-791
 


لومړنۍ الوتنه : 2006 زېږدي کال
ددې الوتکې ځانگړى کار له هوا څخه د ويډيو او انځورونو اخيستل دى.د غازو د يو بالون په مرسته الوزي، او معمولا دشپې د پروازونو لپاره جوړه شوې ده، کولاى شي څو شپې او ورځې په هوا کې الوتنه وکړي. 
٢ – لاندې چې د کومې الوتکې انځور وينئ د RQ-3 Darkstar په نامه يادېږي
 

 لومړى ځل الوتنه : 1996 زېږدي کال
دا الوتکه پيلوټ نه لري ، کولاى شي په خپل سر ټول هوايي ماموريتونه سرته ورسوي ، ددې الوتکو توليد له جوړېدو درى کاله وروسته په ناڅاپي ډول په رسمي توګه بند شو، خو په ٢٠٠٣،٢٠٠٤ کالونوکې د عراق په جنگ کې ليدل شوې وې.
٣ - U-2
 

 لومړۍ الوتنه : 1995 زېږدي کال
.
دا الوتکه په لوړه ارتفاع کې د الوتنې لپاره جوړه شوې ده، د امريکا دولت لومړى ځل له شوروي سره په شخړه کې ترې کار اخيستى ، ددې الوتکې په اوږدو او سپين زرو ته ورته وزرونو باندى سړى اشتباه کېږي او فکر کوي، چې هوايي بېړۍ ده.

٤ - SR-71 Blackbird
 

 لومړنۍ الوتنه : 1964زېږدي کال
د نورو الوتکو او هوا ته د توغول کېدونکو څېزونو د پېژندلو لپاره ده، چې په ١٩٩٦،١٩٩٠،١٩٩٥،او ١٩٩٨ زېږدي کال کې ازمايل شوې ده.
ډېرې چټکتيا،په لوړې ارتفاع کې الوتنې او د لکۍ نه درلودل SR-71 Blackbird الوتکه له نورو الوتکو سره په توپېر کې اچولې ده. 

٥ - F-117A Nighthawk
 

 بم غورځونکې او له رادار څخه پټېدونکې الوتکه ده، د لاک هيډ شرکت له خوا جوړه شوې. له ١٩٨٣ زېږدي کال څخه تر اوسه پورې د امريکا په هوايي ځواکونو کې ترې کار اخيستل کېږي ، اسمان څکالي په ډول الوتکه ده ، چې هوايي بېړۍ ته ډېره ورته والى لري ، ،کولاى په لوړه ارتفاع کې څو شپې او ورځى په يوه ساه الوتنه وکړي.
٦ - B-2 Spirit
 

  (بي دوه)سپيريټ ، له رادارڅخه پټېدونکې الوتکه ده، چې د نورث روپ ګرومن شرکت جوړه کړې ده، د اتومي وسلو د غورځولو وړتيا لري، په دې الوتکه کې د GPS په مرسته برابرېدونکي بمونو(GPS-Aided Bomb) څخه هم استفاده کېږي، په يو ځل ټانکۍ ډکولو ٩٦٠٠ ميله واټن وهي خو که په هوا کې تېل( Aerial Refueling) وروسېږي کولاى شي ددې خاورينې کْرې هر ځاى ته والوزي ، د ٥٠٠٠٠ فټه په لوړوالي ،له رادارڅخه په پټه کولاى شي ډېر بمونه ځمکې ته را خوشې کړي.
په ډېر ښکلي او ځانگړي ډول جوړه شوې دا الوتکه ، ډېره لوړبيه الوتکه هم ده چې لوړه بيه يې ٢،٢ ميليارد ډالر ده ،تنه يې له داسې ځانگړو موادوڅخه جوړه ده چې د رادار څپې جذبوي.
دې الوتکې له ماشين خخه وتونکى دود مخکې له دې چې خارج شي ، سړېږي چې حرارتي رادارونه يې تګ لورى نشي پيدا کولاى
دا بم غورځونکې الوتکه په ١٩٩٧ زېږدي کال راښکاره شوه، تر اوسه امريکا ددې الوتکو ٢١ الوتکې جوړې کړې دي ، ٢٠٠٨ زېږدي کال د فبروري په ٢٣ نېټه ددې الوتکو څخه يوه الوتکه د الوتنې په وخت کې راولوېده، په بشپړ ډول له منځه ولاړه، دوه پيلوټان يې په بېړنۍ وتنه روغ رمټ بريالي شول.