محمد صدیق روهی د علمی او ادبی  نړی وتلی اومنل شوی شخیت و

 
د ۲۰۱۶م کال د نومبر په اته ویشتمه نیټه می دروهی ویبپاڼی دخبرونو په برخه کی ولوستل چی:« داستاد روهی(ادبی تحلیلونه) کتاب چاپ شو.» د دی خبر په لوستلو ځکه ډیر خوښ شوم چی د محمد صدیق روهی علمی او ادبی لیکنی او څیړنی زموږ ځوانو پوهیدونکو او څیړونکو سره اغیز ناکه مرسته کولی شی،او دا کتاب به په دی برخه کی لازمی اسانتیاوی برابری کړی.خو د خبر په بله برخه کی می دتاسف وړ داجملی هم ولوستلی:«چی  باید وویل شی چی په کتاب کی ځنی جز یی بدلونونه هم د خپرونکو له خوا رامنځ ته شوی او ځنی کلیمی  دسیمی(کوټه)لهجوی ګړ دود ته اړول شوي، چی اړتیایی نه وه.» کاشکی دا وروستی جمله«چی اړتیا یی نه وه» دې درنو خپرونکو ته پخوا تر پخوا په تینګار ویلی شوی وای چی دا کار ونه کړی.د علم او اد ب کار کوونکی او د کتابونو خپرونکی باید په خپله چاره دپیل نه پخوا په دی لومړنی اصل پوه وی چی هیڅوک داحق نه لری چی پخپل سرد بل چا په لیکنه کی کوچنی لاس وهنه هم وکړی.
سیاسی لیکنی خو د دکتا تورانو له خوا سانسور کیږی، خوعلمی اوادبی لیکنی سیاسی لیکنی نه دی اود کتابونو خپرونکی سیاسی کار کونکی نه دی. له بلی خوا خدای بخښلی استاد روهی نه یوازی په ملی سطحه یو وتلی علمی شخصیت و بلکی په ملی کچه یو منل شوی ادبی او اخلاقی شخصیت هم و، ژبه یی هم د سیمی له کچی ملی اومعیاری کچی ته لوړه کړی وه.روهی صاحب د سیمی یا سیمو له محدودیت نه راوتلی او د علم او ادب نړی ته هسک شوی و، د علم او ادب نړی د یوی سیمی تنګه نړی نه ده، دا د بی فکره منډ و او د سیمه ایزوپه ځان مینونړی هم نه ده، په دی نړی باندی د یو څه پو هیدو له پاره به دا ښه وی چی استاد روهی ته د یو څه ښوونی پر ځای له هغه څخه دعلم په ډیرو برخوکی یو څه زده کړو.استاد روهی دعلم او ادب له لوړی سطحی دغی یا هغی سیمه ایزی سطحی ته نه راټیټیزی،همداسی لوړ پاتی کیږی.
په درناوی
رڼاګل  اریوبزی