ولسمشر دی بیاځلی کتنه پری وکړی

 
د ولسمشری ټاکنو د کمپاین ورځی وی نوماندانو به خپلی طرحی او شعارونه ورکول خپلی تګلاری به یی هیوادوالو ته په شفاهی او لیکنی بڼی ور اورولی ما هم  د اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی د تګلاری ملاتړ وکړ او هغه ته می دهغه د تګلاری په اساس دهغه په ټیم کی  د تکنوکراتانو په کمیسون کی کار پیل  کړ، چی د چارو د ادری محترم معین ثایر صیب یی شاهد دی. د کورنۍ په ګډون می ګڼ شمیر نور خپل او خپلوان او دوستان نوموړی ته د کمپاین او رای اچولو په منظور تشویق کړل کمپاین ښه په درز کی روان وه د ټاکنو په ورځ می هم د ممیز یا کنترولر دنده په غاړه  وه، خو بلاخره زموږ د ځوانانو کوښښونه او سرخندنی وی چی غنی مو د ارګ په ګدی کیناوه.
مونږ اکثریت د تیر حکومت د کړنو نه واقعا ستړی شوی او ناراضه وه موږ د هیواد د پرمختګ، د اقتصاد دپیاوړتیا، فساد سره دکلکی مبارزی او همدارنګه د تقرری په سیستم کی واقعی بدلون، مستعد او وړ اشخاص په دندو ګمارل، د روابطو په ځای ظوابط په نظر کی نیول  زموږ هیله او ارمان وه او غوښتل مو چی هیواد له شته ستونزو خلاصون ومومی چی موږ دا هر څه د غنی په تګلارو او کمپاینی مبارزو کی وموندل، خو څه چی موږ غوښتل او ولمشر هم وعدی کولی  شل فیصده یی هم دعمل په جامع پټ نشول ، بدبختانه باید ووایم اوسنی حالتو ته په لیدو افغانان خواشینی دی د افغانانو په راټکیدلو ارمانونو خاوری ولویدی او بد له بده بتر شول. ولسمشر د ارګ انګړ ته داسی خلک راوستل چی د ولسمشر سره یی د تماس سیم غوڅ کړ، واک یی  دیو څو اشخاصو په لاس کی انحصاری کړ دا بعضی مشاورین او ارګ ناستی درته یادوم خپل او خپلوان یی پرته له ځانګړتیاوه او مسلکی مهارتونو او اداری پرنیسیبونو  د حکومت په لوړو څوکیو په دندو وګمارل،  چی نن یی نتیجه تول افغان ولس ګوری، من ولسمشر به روڼتیا ته ژمن وی په هیواد به یی زړه درد کوی او په دی هم پوهیږم چی خپلو کړو وعدو ته ژمن دی خو ولی ولسمشر خپل پلانونه نشی پلی کولی او ولی د ده د پلانونو مخه ډپ کیږی، ولی دومره بی اعتمادی شتون لری؟ دا ځکه چی کومه مفسده او دلاله حلقه چی د ده په شا او خوا کی شتنون لری همیشه یی ولسمشر په خفا کی ساتلی ولسمشر پرته له کاذبو معلوماتو او بی بنښټه راپورونو په ورکول غواړی، چی د بی باوری فضا رامنځه ته کړی او خپلی ګټی خوندی وساتی. همدا او نور داسی عوامل سبب  شوی چی ولسمشر پخپلو مامورینو بی باوره کړی د خپلو شخصی ګټو لپاره، خو ولسمشر هم ښه نکوی ځکه چی نوموړی کولی شی چی بی پری قومی مشرانو سره مستقیمآ ناستی ولری، مجالس ورسره وکړی د اکثریت ولس نظریات واخلی، تر څو د مفسدو کړیو د ځنځیر څخه ځان را خلاص کړی، خو دا کار یی لا تر ننه ندی کړی. زما په یاد دی چی غنی به دخپلو کمپاینونو په وخت کی ویل چی زه به د ارګ او ممبر فاصله له منځه یوسم خو هغه فاصله نن د منځه تلو په ځای په بندیدو بدله شوی اوس که قومی مشران وغواړی د ولسمشر سره لیدنه وکړی شرط دا دی چی خلک، قومی مشران او ځوانان د همدی حلقی د اجندا مطابق به خبری کوی او نظریات به وایی ګنی ورته اجازه نشته او هغه څوک چی حقیقت وایی ولسمشر سره دملاقات ضمینه اصلا نه برابریږی، په ملکی او نظامی ادارو کی د ټیټ رتبه ماموره نیولی بیا تر لوړرتبه چارواکو دهمدی مرداری حلقی په غلطو اوکاذبو مشورو تقرر مومی ما کمپین غنی ته دکوم شخصی مقصد او مرام په خاطر نه وه کړی چی زه دی چیری معین شم او یا دی هم وزیر،  ما هم لکه د مطلق اکثریت په څیر هیواد ته زړه درد کاوه او همدارنګه خلکو او ولس ته د ارام او هوسا ژوند هیله درلوده خو زموږ هیلی خاورو سره خاوری شوی د خلکو زړونه مات شول لوستی ځوانان مو د بیکاری له وجه د هیواد نه په تیښته شول خو هیڅ حکومتی چارواکی د ولسمشر په شمول ځوانانو ته دنه تګ او کاری ضمینی برابرولو کوم پروګرام دلاس لاندی ونه نیوه خو هغه دری ژبی وایی ماهی را که هر وخت از آب بیګری تازه است، اوس هم ناوخته ندی ولسمشره! راځه د هیواد ریښتینو بچو ته مخه کړه  کاره د اهل سړیو ته وسپاره په مشاورینو دی د سره کتنه وکړه انشاالله چی اوسنی وضعیت به اویا فیصده دخلکو په ګته را واوړی.
لیکونکی زرین "ځاځی"