په نړى کې گران بيه عطر

ليکنه: نوراحمد عايل
په نړۍ کې تر ټولو گران بيه عطر،چې ٢١٥ زره امريکايي ډالر بيه لري،جوړ شول.
داعطر د (imperial majesty) عطرونو له ډلې څخه ځانگړي عطر دي چې په يوه بلورين ٥٠٠ ميلي لېتري کرسټالي بوتل کې خوندي دي
بوتل يې په يوه پنځه قراطي الماس او ١٨ قيراطه سرو زرو ښايسته شوى دى ، چې د لوړې بيې د درلودلو له امله په ډېر کم شمېر کې نړۍ ته وړاندې شوي دي.
 

 
دا عطر د يوه انگلېسي شرکت Clive Christian له خوا جوړ شوي دي،چې د جګې بيې په درلودلو سره يې د گينس د ريکارډنو په کتاب کې د لوړبيه عطرو ريکارډ وگاټه.
تراوسه پورې ١٠ بوتله دا عطر توليد شوي دي ، دهغو پلورنځيو لپاره چې ددې عطرو د پېرلو او بيا پلورلو مخه نه ويني له دې څخه په همدې شيف کې ارزانه عطر هم جوړ شوي دي چې بيه يې ٢٣٥٠ امريکايي ډالر ده.