سرمې ټيټ کــــــــړ نن ماښام سجده مې وکړه
تــــــــا راوليـــږه الــــــــــهام سجده مې وکړه
تــــــــلاوت مې اوريــــــد ديــار لــه خولې نه
زه ولاړ وم پـــــــــــه قــــــيام سجده مې وکړه
شېخ دعشق لـــه ليونتوبــــــــــــــه څه خبردی
چې سرې شونډې کړي حرام سجده مې وکړه
تا دمينې عبـــــــــادت پـــــــه څه پــــرېښودی
لـــه خـــو ژوند نـــه دی تمام سجده مې وکړه
ميخانه کې مې غـــــذاب او ثـــواب يو کړل
چې ساقي راکـــــــوو جــــــــام سجده مې وکړه
طالب منګل
وروستي