د نړېوال اقتصادي ځواک حاصلولو راز:

 
هغه وخت چې ترکان او عربان پر نړېوال اقتصاد حاکم وو نو اروپاېان د دغه حالت نه ډېر په تنګ شول او د دغه کنګل ماتولو لپاره يې هند ته چې هغه وخت د خامو موادو او طبعي طبابت مرکز وو د نوي لارې موندو په تکل شول ځکه چې پخوانی لاره د ترکانو اوعربو په تصرف کې وه. نو د اسپانيې حکومت ېوه ډلګی جالوانان د کولولمبوس په مشری ۱۴۹۲ز کال کې د هند نيمې وچې ته د نوي لارې د موندلو لپاره واستول چې د کمو تخنيکي امکاناتو له وجې د هند نيمې وچې په ځای د کېوبا سواحلو ته ورسېدل او د امریکا قاره يې کشف کړه.څو کاله وروسته د پرتګال حکومت ېوه ډله ماڼو ګان د واسکوداما په مشری ۱۴۹۸ز کال کې د موخې لپاره واستول چې د ېولسو مېاشتو اوږده مزله وروسته د هند وچې ته ورسېدل او اروپاېانو لومړی د سوداګری چې وروسته يې په حکومت داری چې د استعمار او استثمار ډول وو پېل وکړ او د ترکانو او عربو له انحصاره خلاص شول. چې نیمه نړی يې د حاکمېت لاندې راوستله چې د امریکا قاره کې راټوکیدلي هېوادونه هم د اروپاېانو د لښکر کښېو او مسافرتونو محصول دی.چې وروسته بېا د دغو هېوادو له ډلې امریکا اروپا او په خاص ډول برېتانېا ته د نازي المان او متحدینو په مقابل کې  نوی ژوند رول ادا کوي او ګټوره ثابتیږي.دوېمې نړېوالې جګړې وروسته د روس او امریکا سړې جګړې نتاېجو چې نړی ېوه قطبي کړه  سېاسي  ډګر کې امریکا ته طلايې چانس په لاس ورکړ او ېکه تازه يې کړه خو په اقتصادي ډګر امریکا د نوښتګرو پانګوالو،سوداګرو او مفکورو لرونکو ککرېو د فوقالعاده شراېطوبرابرولو او تشویقي ملاتړ وکولای شول چې د سېاسي ځواک نه په ګټې اخستنې د نړی اقتصادي ځواک هم ځان ثابت کړي. چې په همدغه فورمول يې  دغه ځواک حفظ کړلای شو.
اوس د نړی په سطح اوسني دوېم نړېوال ځواک ته راځو چې دغه مقام يې د ۱۹۴۵ز کال راوروسته کله چې د کومونټنګ حکومت پوځي جنرال(Chiang Kai-shek) په مشری او چین کمونېسته پارټی (Mao Zedong) په مشری د په خپلو اقتصادي پالیسېو پر سر جنجال جوړ شو چې وروسته Zedong د صحنې باسي او د وژلو تصمیم باوجود څو کاله وروسته د چین حکومت مجبوريګي د Zedong اقتصادي ستراتیژي ومني او واک ورته وسپاري.او Zedong په پالیسی کې د ټولنیز اقتصاد سره فردي پانګونې د ملاتړ د چین اقتصاد کې رغنده رول لوبوي.او چین اوس هم د ټولنیز اقتصادي سیستم تر څنګ فردي نوښتګر پانګوال او اشخاصو د جلب لړی روانه ده او د نړی ګوډ ګوډ کې د افرادواو شرکتونو په لټه کې دا دی نن د افغانستان سوداګرو،نوښتګرو او شرکتونو ته ښه زېری لري او د دغو هڅو په نتیجه کې غواړي د نړی تر ټولو ځواکمن هېواد په حېث ډګر ته راودانګي.
د نومبر په ېویشتمه نېټه  په  چین کې د افغانستان سوداګريزې شورا (Business Council) مشر نسیم ملکزی او د بهامس هېواد د سېاحت او سوداګری مشر دان کورنېش د چین هېواد د ټکنالوجی پرمختګ ادارې کېنګ کو(Beijing Kingco Technology Devpt.Co.Ltd) د مشر کاو سوهای په رسمي  بلنه د نوموړي ادارې د مرکزي دفتر نه لیدنه وکړه د تود هرکلي نه وروسته چې په لومړی کې ېو عمومي پرزنټېشن وړاندې شو او د سیمې په هکله عمومي او پر شته فرصتونو خبرې اترې وشوې او د دغه مرکز موخې دا دي چې د نړی په کچه د نوښتګرو اشخاصو خوبونو ته په ودانیز، کرنیزاو تکنالوجی ډګرونو کې د عمل جامه ورواغوندي.

په افغانستان کې نوښګر،سوداګر په فردي او له شرکت له لارې کولای شي چې  په چین کې افغان سوداګرو شورا (Business Council)سره د برېښنا لیک له لارې د دې فرصتونو ګټه پورته کړي.
برېښنالیک:chairman@afgbcc.org))
لیکوال: آرېن پکتېار