
رفيع الله ((روشــــــــــــــــن))
كله چې د۲۰۰۹كال دنومبرپه ۱۹نېټه ښاغلي حامدكرزي ددوهمې دورې انتخاباتوله ګټلوڅخه وروسته دلوړې مراسم ترسره كړ،نوورسره دامريكا متخب تورپوستي افريقايي الاصله جمهورئيس بارك حسين اوباماخپله اخطارنامه ولسمشرحامدكرزى ته وړاندې كړه ،پدې ډول چې دى بايددشپږومياشتوپه ننه دننه كې له افغانستان څخه د اداري فساد بېخ اونيلې له منځه يوسي .
اوكنه ددې كاردنه عملي كېدوه په صورت كې به له افغانستان څخه ټول امريكايي پوځيان ووېستل شي او ورسره به ټول هغه كومكونه چې دامريكې دمتحده ايالاتولخوادافغانانوپه نوم را استول كېږي ټول به بندكړاى شي او كومه تيږه يې چې دافغانانوپرسرنيولې ده هغه به پرې راپرېوزي.
خوښاغلي كرزي هم دغه دزهروجام ته بې له سوچ اوفكرڅخه سترګې پټې كړې اوپرسريې راواړوه او ژمنه يې وكړه چې په دې ټاكل شوې موده كې به دافغانستان په ټولواداروكې دتاروماردواوشيندي اوداداري فسادپه نوم ټول مكروبونه به له منځه يوسي اويوه سالمه اداره به رامنځته كړي،خوداچې كرزى صاحب به خپله ژمنه ترسره كړي او كنه دابه په راتلونكيو څومياشتوكې معلومېږي .
خوزماپه فكر چې شپږمياشتوپه دوران كې ټول افغانستان خولاڅه چې يواځې عامې روغتياوزارت چې ظاهراً له هرلحاظه پاك اومنزه ښكاري هم داداري فساد له دې مرض څخه نشي ژغورلاى.
راځۍ چې دلته ددې وزارت پرروان كاري پلان اوددې وزارت پر كاركونكيو او ځينو نورو مهمو كارونو يو څه بحث وكړو.
۱:دعامې روغتيامحترم وزيرسيدمحمدامين فاطمي چې كله دچاپي ،صوتي ،اوتصويري رسينو منګلوته ورشي نو بياله ځان څخه ورته سپين چرګ جوړكړي اوپه خپل توصيف بريد وكړي ،نن مې دومره مرستې له دې هېوادڅخه دافغانستان دعامې روغيتا دوزارت لپاره راوړې ،نن مې ددومره ميليونومرستوقراردادليك امضاكړدامې وكړل اوهغه مې وكړل .
خولده ښاغلي څخه ددې پوښتنې ځواب هېچاونه غوښت چې دادومره مستې چې ته له بهرڅخه دعامې روغتياپه نامه راوړې داڅه شوې په كوم ځآى كې دې مصرف كړې ،كوم روغتون ته دې پرې لابراتوارواخسته؟
تادعامې روغتياپه كومه اداره كې اصلاحات راوستل ته خويوځل دعامې روغتياوزارت ته سر وردننه كړه اوبياوګوره چې ستاپه اداره كې څه روان دي اوكه داهرڅه پرخبروكېږي نوبياولې په افغانستان كې دومره مشكلات دي ولې افغانان دنورومرستوته اړدي ......
اياښاغلى وزير ته تراوسه پورې دكوم ولايت عامه روغتون ته ورغلى يې كوم يو روغتون د ې له نږدې څخه ليدلى دى نه هېڅكله هم نه .
په روغتونونو كې نظم اوپرنسيپ نشته ،هرډاكټر،نړس،اوپياده ځانته بېل بېل قوانين لري .
اول خوبايد داووايم اوپه دې هرڅوك بهترپوهېږي چې ډاكټر ته ناورغ دمعالجې په خاطرورځي،اوداهرڅه په داسې ځاى كې كېداى شي چې هلته پاكه هوا،پاك ځاى ،پاك لباس اوپاكه درملنه وجود ولري ځكه چې په په حديث كې راځي (الطهورشطرالايمان)نظافت دايمان يوه برخه ده،كله چې نظافت دايمان يوه برخه ده نوبايد له هرڅه مخكې روغتون كې داصفات موجودوي مګردادايمان برخه خوبه هېڅ په دې روغتونونو كې ونه وينى .
بل يوعجيب قانون دادى چې داپنډكس ،ګردې اوانډسكوپې په څېرناروغيودمعاينې لپاره ناروغان له روغتون څخه دباندې شخصي معاينه خانوته استول كېږي اوپرې تائكيدكوي چې بايد بل ځاى ته ولاړنشي ځكه چې داډاكټر به ورسره شريك وي اويابه ونډه وركوي.
ددې په خاطرچې دناروغ جېبونه په څه نه څه ډول چوركړي وايي په دولتي روغتون ك ېله دوى سره ځنې لابراتواري وسايل نشته ،اوښآغلى وزيرصاحب چې په راډېواويادټلوېزيون په مخ خبرې كوي نوټول روغتونونه په لابراتوارونو اوپوره وسايلومجهزاوسمبال ښيي.
بله خبره داده چې موږ اوتاسې خوالحمدالله مسلمانان يو اومسلمانانوته يون داجازه نه وركوي ، كس له نامحرمې ښځې سره خبرې اوناسته ولاړه وكړي اوپه هرځاى كې هغه وزارت وي ،رياست وي ،روغتون وي اوكه مكتب بايد دنارينه وولپاره نارينه پهردار،ملازم اوساتونكى وي اودښځينه وولپاره بايد ښځينه ،خومتاسفانه چې زموږ په روغتونونوكې داهېڅ هم ندي مراعت شوي اونارينه وارډونه دي اوكه ښځينه ټول څوكيداران يې نارينه دي ،حتى په نسايي اوولادي وارډونوكې هم ځوانان هلكان څوكيداران دي ، تاسو فكروكړى چې نسايي ولادي وارډته په كوم قسم ناروغان راځي ؟
كله چې زموږپه عامه روغتونوكې ناروغ ته دوا وليكل شي اودروغتون دواخانې ته ورشې نو وګوري چې دوابيه لوړه ده نوبياناروغ ته وايي چې دادوانلري ،اوبايد دباندې شخصي دواخانوڅخه دوا ترلاسه كړي ،ځكه چې له هغوسره هم دوى لارلري اوپه ټوله دواكې فيصدي لري ،كله چې يوناروغ دومره وس اوتوان ولري چې خپله درملنه په شخصي معاينه خانه كې وكولاى شي هغه بيادې زندانونوته څه كوي چې راځي اوكله چې ناروغ خارجېږي نوښاغلي ډاكټرصاحبان ورته لكه قرضداران ليكه ولاړ وي اودشيرينۍ په نوم ترې دومره پيسې غواړي چې په هغوپيسو ددې ناروغ دوه ځله دوا كېږي ،ښه نواوس قضاوت تاسووكړى چې داشيريني ده اوكه بډې اورشوت !