د روهی ویپانې درانو چلونکو ته ر زړه له تله مبارکی وایم.

 
د مبارکئ پیغام د ټولو نه لمړی د روهی ویپاڼې بنسټګر ډاکټر نیک محمد ویال ته د زړه له تله مبارکی وایم.کله چه ډاکټر صیب پاڼه راجستر کوله، ما ورته وویل چې د پانې د بریا لپاره یوه تکړه ډله لیکوالان او خبریالان په چار دی. لس ګاله وړاندی فیسبوک هیچا نه پیژانده چه نقل ځنی ووهی.ده په جواب کی راته وویل، چې خدای مهربان دی، هر څه یه پیداشی. یو کال وروسته یې ګوره.
همداس وشول. دا دۍ روهی ویپ پاڼه نن په ټوله نړۍ کی په زرهاوو لوستونکی او په سلهاوو لیکوالان اومرستندویان لری. باور می نه راځی چې دوی د ډېرد مصروفیتونو سره سره پاڼه داسی وځلوله. یو ځل بیا د سترګو تور ډاکټر صیب نېک محمد ویال ، ګرانو دوستانو او ملګرو انجنير صیب اجمل روهي او ډاګټر صیب خوشال روهي د پاڼې درانو لیکوالانو او خواخوږو ته حپل درناوی وړاندی کوم او د زړه له تله مبارکی ورته وایم.
روغتیا او لا ډېرې بریاوی ورته غواړم.