
پت مـــــې دوطــــــــن اود پښتــــــــو درســــــــره وپالـــــــی
نورخــــــومـــــــې قاتل ته قهرمـــــــــان راباندې مــــــه وايه
هـــــــر څــــــــوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلـــــــــــي ده
ګـــــــــور ه نوشيطان ته خـــــــو انسان راباندې مـــــــه وايه
ښي جيبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلــــې ته دغلـــــوخـــــو وزيران راباندې مـــــــه وايـــــــــــــه
(ذ. حسن )
دافغانستان غیور ولس د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کي دمرګ په بیه د کرزي تر شا ځکه ودریدل چي ولسمشر کرزي ورسره وعدې کړي چي دا ځل به یو د فساده پاک او مسلکي حکومت جوړوي ، تر اوږده ځنډ وروسته ولسي جرګې ته دکابينې لیست ولیږل شو . چي متاسفانه يوځل بیا يوازي دافغان ولس په سترګو د خاوري شندل و .
لکه څرنګه چي د ولس ورته تمه او امیدونه وو دهغه خلاف په لیست کي ټول هغه پخواني جنګي جنایتکاران ، مفسدين، فاشيستان او د تيرو اتو کالو د ناکام دولت ناکامه وزيران شامل دي چي ولس ئې په نوماندئ شرمیږي او دنفرت په سترګه ورته ګوري .
په دغو کسانو کي يو هم فاشيست ، مفسید او دايران ګوډاګئ رهين مخدوم دي چي په ولسي جرګه کي دده د ناکامه فاشيستي پلانونو لکبله داطلاعاتو کلتور وزارت لپاره د عتماد ريه ځیڼي واخستل شوه او دوزارته وشړل شو .
نوموړی د افغانستان د ملي فرهنګ ، کلتور او د اکثریت د ژبي او رواجونو سره ځانګړي دښمني لري او پرځای ئې د ايراني اخندانود کلتور ، ټرمنالوژئ ، او عنعناتو د رواجولو لپاره کار کوي .
دداسي يو کس چي دخپل وزارت په دوره کي ئې افغان ولس تر پوزي راوستې ، ناکامه اوله دندي شړل شوي بیا ټاکل دهغه چا لپاره چي دې ئې نوماند کړی دی يوازي د ليونتوب او حماقت په معنا بل څه نه وي ، خو دابه د ولسي جرګې د بې پرېوالي لپاره د افغان ولس په وړاندي يو لوی چلنج وي چي دغه دول منهوسو اشخاصو ته چي يوځل ئې د باور ريه ترې اخيستې وي بیا د باور ريه ورکوي .
افغان ولسپال ځوانان د ټولو ویښو پښتنو څخه غوښتنه کوي چي د خپلي ژبي ، فرهنګ او تاریخ لپاره ددغسي ناروا اشخاصوپه ضد په ټولیزه توګه خپل غږ پورته کړي او پرې نږدي چي د هيواد کلتوري او تاریخي شتمنۍ د پردو په لاس زیانمني شي .. .
رهين مخدوم د قضاوت په تله کي ، د مخدوم رهين د فاشيستي هڅو څخه پرده پورته کوي دغه کتاب د هغه دواکمنۍ په دوره کي د افغان ولسپال ځوانانو لخوا خپور سوی او له تاسو ټولو څخه هیله کوو چي د دغه فاشيست په اړه خپل نظر، لیکني ، دسترګو لیدلی حال له موږ سرره شریک کړئ ترځو د (( رهين مخدم د قضاوت په تله کي )) کتاب دوهم ټوک چي ډير ژر به له چاپه راووځي ستاسو په هڅو لا بډيه او مستند شي . موږ ته خپله نظر په لاندي برخه کي او یا په دې بریښنالیک brishnalik@yahoo.com کي پرېږدی
افغان ولسپال ځوانان
کابل افغانستان