
یو ملګری مې له دوو کلونو منډو ترړو وروسته د یوه دفتر په ازموینه کې یو بست ته بریالی شو.په دنده کېناست، په سبا یې زنګ راته وکړ چې درسره ګورم، یو ځای مو سره نښه کړ هلته سره کېناستو، د سړي اورمېږ کوږ ؤ او په څېره کې یې خپګان خور ؤ، زما له پوښتنې مخکې یې وویل: یاره زه دا دنده پرېږدم!
- دا څه وایې روغ خو یې کنه؟ دنده څنګه پرېږدې؟
- رک روغ یم! دنده ځکه پرېږدم چې بیګا مې په فېسبوک کې یو څو مستعارچیان ولیدل، زما په اړه یې بدې ردې لیکلې وې.
ـ لکه څه یې لیکلي وو ته خو ما پوه کړه!
-ـ زما په انځور یې سرې کرښې کش وې او لیکلي وو: دا بې استعداده، پست او رزیل یې په دنده ګمارلی چې په هېڅ نه پوهیږي او یوازې د رشوت په اخېستو کې مهارت لري بس! زما په ژوند کې دا لومړنی ځل دی چې دنده کوم سمه مې ورځ هم نه ده پوره بیا بې استعداده رزیل... شوم!؟
ما وې ساده! تا تر اوسه فېسبوک ونه پېژانده؟ دلته که د چا په پښه مار راتاو شي نو لري کوي یې نه فېسبوک ته منډې راوهي او ناروې وهي: زما په پښه مار راتاو دی، په کوم دلیل راتاو دی؟ ولې راتاویده؟ څه حق لري؟ زما له پښې د زر تر زره لرې شي!
خپله دنده دې اجرا کوه که د دندې په ترسره کولو کې کمزوری راغلې او صادق نه وې خپله به راوشړل شې، مخکې له مخکې د فېسبوک په تشو نارو له دندې مه راتښته!
د سړي اورمېږ جګ شو، ټنډه یې وغوړیده او په موسکه خوله یې وویل: یاره! جار خو د شم په دې خبره هم یوه سره کړي چرګه درباندې وهم !
ما وې نه نه! چې کله دېتنخوا واخېسته بیا به چرګوړي ته پلان نیسو، خو کورنی زراعتي نه!!!