آیا عطا به خپل جنایت پټ کړای شی ؟

د بلخ والی عطا محمد نور ته نږدی منبع چی نه غواړی خپل نوم په ډاګه کړی وایی چی عطا محمد نور خپل ټول سلاکاران او د بډو شریکان را ټول کړی او مشوری کوی چی د خپلو ۸ کلونو اختلاس، اداری فساد ، بډی او کوم نوم یی چی لویی څارنوالئ په تور لیست کی راغلی د هغه په هکله یوه کلکه دفاعیه جوړه کړی 
منبع وایی چی نومړی دا څو ورځی مراجعین نه منی او یواځی له خپلو ملګرو سره په سلا مشورو بوخت دی
منبع زیاتوی چی د بلخ والی هڅه لری تر څو د بلخ ولایتی څارنوال هم د ځینو فشارونو له کبله له سیمی ګوښه کړی تر وکولای شی خپلو درغلیو ته په ښه بنه دفاعی اسانتیاوی برابری کړی
منبع وایی چی ښاغلی نور له خپلو حامیانو سره پریکړه کړی چی د ولایتی څارنوال په لری کولو کی د ولسمشر له لمړی مرستیال ښاغلی مارشال محمد قسیم فهیم نه هم مرسته وغواړی
څو ورځی وړاندی لویی څارنوالئ د ځینو چارواکو نومونه اعلان کړل کوم چی په فساد ککړ بلل شوی چی د هغه نوم لړ په ترڅ کی استاد عطا محمد نور د بلخ والی هم په لوړه کچه شامل دی
د بلخ اداره په تیرو اتو کلونو کی خود مختاره بلل شوی او هرڅه یی چی کړی کوم حساب او کتاب ورسره نه دی شوی ، اوس چی نوی حکومت د فساد پر وړاند کوټلئ هوډ لری آیا دغه په فساد ککړ چارواکی به د محاکمی میز ته حاضر کړای که نه ؟
د کارپوهانو په اند دغه چارواکی چی په فساد ککړ بلل شوی لمړی باید ددوی دندی د تعلیق په حال کی راوستل شی او د دوی دوسیی باید ژر تر ژره تر غور او بررسئ لاندی ونیول شی او د هیواد والو پر وړاند محاکمه شی تر ّڅو نورو ته د عبرت سبب وګرځی .
مستعان