سوالګره

 
سوالګره د خپل کوچیني ماشوم سره د سړک په غاړه ناسته وه، هر لارويانو ته به یې د خیر لاس ور اوږد کړ خو څوک وو چې پروا يي وکړي!؟
ځوان لاروی يې په سر پورې ودرېد،  ورته ځير شو. سوالګرې لاس ور اوږد کړ:  

  • به رضای خدا یک چند روپه ګګ بتین طفلکایم بری شب نان نداره
لاروی مسکی شو، په شونډو کې یې وویل:
  • دا ځواني او سوالګري!؟
سوالګره په غوصه شوه
  • برو ګم شو از خود خواهر مادر نداري
  • خور او مور لرم خو ښځه نه لرم
په همدې سره یې لاره خپله کړه، شېبه وروسته سپین ږیری په کړوپه ملا په لاره تېرېده. سوالګرې بیا وویل
  • او مسلمانا خیر بتی
ماشوم خپلې مور ته ورتر غوږه شو وې ویل مور جانې بابا مې دی
سوالګره ځیر شوه ګورې چې پلار يې تر مخ ولاړ دی، سره تر غاړې وتل، ښه شېبه یې وژړل. پلار یې د لور له اوږې سر پورته کړ، اوښکې يې پاکې کړې، د سوالګرې په سترګو کې ډوب شو
سوالګرې  وویل: پلاره پوهیږې زه چا سوالګره کړم؟
پلار یې سر ګرېوان ته کړ، خو سوالګرې وار ورنکړ:
  • چې کوچینۍ وم ویل به دې چې ښځه یا د کور وي یا د ګور، وروڼه مې ښوونځي ته تلل، له پوهنتونونو فارغ شول، خو زه د سړک په غاړه پاتې شوم، او یتیم ماشومان مې په سوال مړوم