قربان دشم دانرښځی دی

د((ولسي مرغلرې )) له کتاب څخه :
يوه ورځ يوۀ کب نيونکي په سيندکې يوډېرښايسته کب ونيو . کب نيونکي دځان سره سوچ وکړکه چېرې داکب موږپه کورکې وخورو خوهېڅ شی به ترې جوړنه شي ،راځه داکب به ژوندی دټولواک حضورته يوسم ، ګوندې يوڅه بخشش پرې راکړي .کب نيونکي کب دټولواک حضورته يوړ ، ټولواک کب ډېرخوښ کړ .
ټولواک يوغټ بخشش اوانعام امر وکړ . يوۀ وزيرټولواک ته عرض وکړ،چې صاحبه داکب خوپه دومره بخشش نه ارزي . ټولواک وزيرته وويل ، چې اوس مې له خولې خبره وتلې ،څنګه کوﻻی شم له خپل امرنه صرف نظروکړم .
وزيرټولواک ته عرض وکړچې صاحبه دکب نيونکي نه تپوس وکړئ چې داکب نردی که ښځه ، که يې وويل چې داکب نردی ورته ووايه چې ځه وﻻړشه ددې کب جنس ښځه کب راوړه . که يې وويل چې داښځه ده نوورته ووايه چې ددې جنس نرکب راوړه . نوکب نيونکي نه شي کولای په هغه لوی سيندکې ددې کب همجنس پيدا او راونيوﻻی شي نوطبعادبخشش مستحق کېدای نه شي .ټولواک دوزيردپيشنهادپه اساس پورتنۍ پوښتنه دکب نيونکي نه وکړه .کب نيونکي چې هوښيارسړی و ټولواک ته يې په ځواب کې وويل :صاحبه قربان دشم داکب نرښځی دی . ټولواک دې معقول ځواب ته حيران اوکب نيونکي ته يې بخشش ورکړ .