لباسي ايمانداري!


يٶ سپين ږيرى به د سودا لپاره بازار ته راته، له يٶ دوکاندار نه به يې سودا اخيستله، چې هغه دوکاندار له لباسه ډېر پرهېزګار او تقوا داره ښكارېده
له خبرې، خبرې سره به يې سبحان الله جزاک الله ماشاالله تکرارول، سپين ږيري به چې سودا واخيسته بيا به دوه ورځې پس بيا دوکاندار ته راته او له ځانه سره به يې دوه کيلو د غوا غوړي دوکاندار ته راوړل. يوه ورځ دوکاندار دې سپين ږيري ته په قهر وويل چې ماما ته خو ډېر بې ايمانه انسان يې له دا سپينې ږيرې حيا نه درځي ؟
ته خو دا غوړي ماته په تول پوره نه راوړې، دا دومره وخت تا له ماسره بې ايماني کوله! 
سپين ږيري دا خبرې په سړه سينه واورېدلې نور خلك هم ولاړ ول د هغوى ننداره يې کوله، سپين ږيري دوکاندار ته په ځواب شو چې زويه زه بې ايمانه نه يم خو دومره پوه شوم چې تا د ايماندارۍ لباس اغوستلى ځكه چې زه کوم غوړي تاته راوړم هغه له هغې بورې سره تلم چې له تا نه يې وړم ماسره کور کې د تول نوره اندازه نشته!
دوکاندار غلى شو پسې غلى شو.