مـاپکښې خـــــــاپوړی کړئ زه مې خپل بوستان کې وای
کاشکی په لغمان کی وای
ګلان وای د نارنجـــــــــو دادعــــــــــــطروپه باران کې وای
کاشکې په لغمان کې وای
ژوندوای ددوستــــــــانوسره ورانوکنـــــــــډوالوکې خپل
سکړک زمـاخوراک وای اوخامتاکالي می ځان کې وای
ناست وای کليـــــــــــوالوسره هلتـــــــــــــه سيندپه غاړه کې
المر په الويدووای سور شفــــــــق پاس په اسمان کې وای
د صبر بيړۍ ډوبه شـــــــــــــوه داوښکـــــــــوپه باران کې نور
ای دهجران ظلمه زمالاس ستــــــــــــــــاپه ګريوان کې وای
ګـورئ ای يارانـــــــــوزمـــــــــــامړی راتــــــــــــــــه پرې نږدئ
قبرزماهلتــــــــــــه په يوکنج افغانستـــــــــــــــــــــان کې وای
واورئ دحفيظ مليـــــــــــــــار دزړه ورقعې څــــــــــــه وايي
کلــــــــــــه کابل جان اوکلــــــه کله په پغمــــــــــــان کې وای
کاشکې په لغمان کې وای
کاشکې په لغمان کې وای
عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار
وروستي