
پوهنمل محمود نظری
۵۶کښت
یو چا له یو ښه سړی څخه وپوښتل: د عابد او عالم توپیر څه دی
گفتم ميان عالم و عابد چه فرق بود
تا اختيار كردى از آن اين فريق را
گفت آن گليم خويش بدر مى برد ز موج
وين جهد مى كند كه بگيرد غريق را
ویل مي د عالم او عابد تر منځ څه دی توپير
چې اختیار کړی مو دی د هغو دا فریق
ویل یې: هغه خپله کمبله باسي له موجه
اوهغه بل هڅه کوی چې را وباسي غریق
***
یو کور مې خوښ کړ په دوو زړو کې وم چې هغه رانیسم یا نه
یو یهودی راته ویل : زه هم دلته اوسیږم دا کور ډیر ښه کور دی هغه رانیسه هغه هیڅ عیب نه لري.
ځواب می ورکړ : له دې بل لوی عیب به څه وي چې ته د هغه کور ګاونډی یې
خانه ام را كه چون تو همسايه است
ده درم سيم بد عيار ارزد
لكن اميدوارم بايدبود
كه پس از مرگ تو هزار ارزد
داسې کورچې لکه تا لري ګاونډی
په لس درم سیم نه ارزي
لیکن باید امیدار اوسم
چې ستا له مړینې وروسته په زر ارزی
***
وايي په پخوا زمانو کې يو بزرګ و، هغه به هروخت په يوه غار کې د الله (ج)په عبادت بوخت و، ډوډۍ به ورته له آسمانه راتله، روايت دى چې الله پاک د څه مدې لپاره هغه تياره ډوډۍ لیږل ورباندې بند کړه، دا ناڅاپي بدلون د بزرګ لپاره يوه سخته ازموينه وه، مګر بزرګ دا فکر ونه کړ، چې ګڼې زه خداى پاک په ازموينه کې اچولى يم.
بزرګ د خېټي دوزخ اړ کړ، چې عبادت پرېږدي او د يوې مړۍ ډودۍ په لټه کې شي.
بزرګ د ډوډۍ په لټه يوه نېږدې کلي ته ولاړ، د يوه کور دروازه يې وټکوله، د کور خاوند درې وچې ډوډۍ ورکړې، بزرګ خوشاله شو او بېرته د خپل عبادتځاى په لوري رهي شو.
له هغه کوره لا لږ لرې شوى نه و، چې له شا پسې د سپي غپا شوه، دا د هماغه کور سپى و، چې خاوند يې ده ته درې ډوډۍ ورکړې وې.
سپى د بزرګ پسې ورغى، بزرګ يوه ډوډۍ مخې ته ور واچوله، سپى په ډوډۍ لګيا شو او بزرګ خپله لار ونېوه، سپي چې هغه ډوډۍ وخوړه، بيا په بزرګ پسې شو، هغه بله ډوډۍ يې هم ور واچوله، سپي هغه هم وخوړه، د درېیمې ډوډۍ ور اچولو سره بزرګ په سپي پسې رامخ کړ:
ـ واخله بې شرمه!! بادار دې همدا درې ډوډۍ راکړې وې او...
سپي خوله په ژبه وڅټله، بزرګ ته يې وويل:
- بې شرمه خو ته يې، زه په شپو، شپو د خاوند د وره په مخکې وږی پروت يم، خو د بل چا درته سر هم نه ورښکاره کوم، په تا دې لا بادار يوه ورځ ډوډۍ نه وه بنده کړې چې سر دې دا دى دلته د يو يهودي کور ته راورسېده...
***
یو مشر خپل زوی ته ویل په ژبه« نعم» مه وایه او تل« لا »وایه
تر څو ستا په ژبه لا وی
ستا کار به بالا وی
که دی په ژبه نعم وی
زړه به دی ډک د غم وی
***
یو سړي په ډیرو لږو پیسو چنې وهلې یو چا ورته وویل: دا دومره لږي پيسې په چنو نه ارزي.
هغه ځواب ورکړ: ولې دا پيسې زیان کړم چی زما یو ورځ، یوه اوونۍ، یو میاشت ، یو کال او یو عمر بسیږي
هغه سړي وپوښتل : څرنګه؟
هغه ځواب ورکړ: که مالګه په رانیسم؛ یو ورځ می بسیږی، که حمام ته ولاړشم ؛ یوه اوونۍ مې بسیږي ، که وېښتان په جوړ کړم؛ یو میاشت مې بسیږي، که جارو په رانیسم یو کال او که یو میخ په رانیسم یو عمر مې بسیږي.
نو داسژ یو نعمت چې څو مصلحته په هغه تړلي دي ولې په بیغوری له لاسه ورکړم؟!
***
یو دخپل دوران لوی سړي یو مریی درلود نو یوه ټوټه غوښه يې ورکړه او هغه ته يې ویل:
له هغه څخه یو ښه خواړه جوړ کړه تا به آزاد کړم
هغه یوښه بریاني جوړه کړه
خواجه بریاني وخوړل او غوښه یې هغه ته ورکړه او ورته ویل يې:
له دې څخه یو ښه زعفرانی ښوروا جوړ ه کړه تا به آ زادکړم
هغه ښوروا ورته پخه کړه هغه چې ښوروا وخوړله نو غوښه يې هغه ته ورکړه بل ورځ يي ورته وویل:
هغه غوښه وپلوره او غوړي په رانیسه له هغه څخه یو ښه خواړه جوړ کړه تا به آزاد کړم
هغه ورته وویل :
ای خواجه ته او خدای ما پریږده چې مریي پاته شم که کوم خیر دی په زړه کې ګرځي د خدای لپاره داغوښه آزاده کړه!
***
خلیفه مهدی په ښکار کې د لښکره لیری پاته شو هلته دیو عربي کور ته ورغی هغه ته ویل:
زه د مهدی له سپاهیانو څخه یم
هغه یوه کاسه شربت ورته راوړل
خلیفه دهغه له څښلو وروسته ورته وویل :
زه د خلیفه مهدی له نژدې دوستانو څخه یم
دویمه کاسه يې هم په سر پورته کړه
بیا یي هغه ته ویل:
زه د خلیفه مهدی له امرانو څخه یم
او درېیمه کاسه يې هم وڅښل
بیا یي وویل: زه مهدی یم
عربی کوزه تری لیری کړه او ورته يي په غوسه ویل:
په لومړی کوزه دی دنوکری دعواوکړه به دویمه کوزه دی د امارت دعوا وکړه به درېیمه کوزه دی خلافت دعوا وکړه بیله شکه که څلورمه وڅښې د خدایي دعوا کوې
بل ورځ د هغه لښکر راورسید عرب له ویری وتښتید مهدی امر وکړ هغه راولی هغه ته يې ډیر سره زر ورکړه
عربی ورته وویل: ان که دی څلورمه کاسه هم څښلی وای زه دی منم چې ته صادق يي