غزل

دعشق له لوړو مقاماتو نه ته څه خبريې
زما د روح له مشکلاتو نه ته څه خبر يې
تاخو په سترګو کې کرلې تقاضا د ديدن
خوددې کارله الزاماتونه ته څه خــــبريې
مينه ، ژوندون ، پاڅون ، لټون دښکلـــو
ددې سپېڅلــــــوکلماتونــه ته څه خبريې
شيخه !يوازې يې موسکازمـــــاقاتله نه ده
نوريې دحسن لــــه صفاتونه ته څـــــه خبريې
يوکس دديدن ته انتظاروي اوبل سوال ته ولاړ
ددغه ښارلــــه دې حالاتونــــه ته څــــه خبريې
داوښکولمربه يې لمبې ستاترمحفله دروړي
ددې بې لاروله خيالاتونه ته څه خبريې
نظرله تانه ټولوي اونوم دې زړه نه باسي
درحماني له اقداماتونه ته څه خبريې
شاعر: ګل رحمان ر حماني