د معجزې اخیستل/  لنډه کیسه:

 
  کله چې سارا اته کلنه نجلۍ وه، وایې ورېدل، چې مور او پلار یې د کوچني ورور په اړه خبرې کوي. پوه شوه، چې ورور یې سخت ناروغ دی او هغوی یې د درملنې له پاره پیسې نه لري.
  پلار یې تازه خپله دنده له لاسه ورکړی وه او نه یې شو کولای، چې د ورور د جراحۍ ډېر لګښت ورکړي. سارا واورېدل، چې پلار ورو مور ته وویل: یوازې معجزه کولای شي، چې زموږ زوی وژغوري.
  سارا په ډېرې خواشینۍ خپلې خوب خونې ته لاړه او د تخت لاندې یې خپله د پیسو کوچنۍ خزانه را بهر کړه، هغه یې ماته کړه، پیسې یې په تخت باندې تویې کړې او هغه یې وشمېرلې، یوازې پنځه ډالره ! وروسته د کور د شا له دروازې څخه بهر شوه او څو کوڅې وړاندې درملتون ته ورغله او په درملتون کې د مېز په وړاندې په تمه ودرېده، تر څو د درمل جوړونکي پام ور واوړي، مګر په درمل جوړونکي باندې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه.
  نجلۍ یوه پښه په بلې وهله او ټوخېدله، مګر درمل جوړونکي پام نه ورته کاوه، بالاخره د سارا حوصله پای ته ورسېده او روپۍ یې د درملتون د ښېښه ای مېز په وړاندې بېدرېغه وغورځولې. درمل جوړونکي ټکان وخوړ، نجلۍ ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل: څه غواړې؟ نجلۍ ځواب ورکړ: ورور مې ډېر ناروغ دی، غواړم، چې معجزه واخلم. درمل جوړونکي په حیرانتیا وپوښتل: وبښئ ؟!
  نجلۍ زیاته کړه: زما د کوچني ورور په سر کې څه شی تللي او پلار مې وایي، چې یوازې معجزه کولای شي، چې هغه وژغوري. زه غواړم، چې معجزه واخلم، بیه یې څو ده؟! درمل جوړونکي وویل: خواشینی یم، نجلۍ! خو موږ دلته معجزه نه خرڅوو.
  د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې شوې او وې ویل: د ستاسو د په الله (ج) قسم وي، چې هغه ډېر ناروغ دی، پلار مې پیسې نه لري، ترڅو معجزه پرې واخلي، دا هم زما ټولې پیسې، زه چېرته کولای شم، چې معجزه واخلم ؟
  یو سړی، چې په یوه ګوښه کې ولاړ و، پاکې او منظمې جامې یې پر تن وې، له نجلۍ څخه یې پوښتنه وکړه: څو روپۍ لرې ؟ نجلۍ پیسې په خپل ورغوي کې تویې کړې او یاد سړي ته یې ور وښودې. سړی موسکی شو او وې ویل: آه څومره په زړه پورې، فکر کووم، چې ښایي دا پیسې ستا د ورور معجزه اخیستلو له پاره کافي وي!
  وروسته یې په کراره د هغې لاس ونیوه او وې ویل: زه غواړم، چې ورور او مور او پلار دې ووینم، فکر کووم، چې ستا د ورور معجزه به له ماسره وي. هغه سړی ډاکټر ارمسټرانګ نومېده، چې په شیکاګو کې د مغز او اعصابو متخصص و. د هغې ورځې په سبا د کوچني هلک د مغز جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو او هغه له مرګ څخه وژغورل شو.
  له جراحۍ وروسته د هلک پلار ډاکټر ته ورغی او وې ویل: له تاسو څخه ډېره زیاته مننه کووم، زما د زوی ژغورنه په رښتیا چې یوه معجزه وه. غواړم پوه شم، چې د جراحي عملیاتو لګښت څومره دی، چې در یې کړم ؟ ډاکټر موسکی شو او وې ویل: یوازې پنځه ډالره.