ټوكه

يوه سړي دوه ښځې لرلې، چې يوه ښځه يې ځوانه او بله زړه وه.
هغوى به چې كله خپل ميړه ته ناز كاوه، چې راشه سر درباندې وغواړم، نو زړې ښځې به يې په سر كې تورويښتان كاږل او ځوانې ښځې به پكې سپين ويښتان كاږل، چې يوه مياشت تيريدله، د دوو ښځو خاوند له وېښتو خلاص او د پك سر څښتن شو.