نیک اعمال

 
۱- دشیدولپاره یوچاته څاروی ورکول.
۲- دصله رحمی قطعه کوونکی سره صله رحمی کول.
۳-په وږی انسان باندی ډوډی خوړل.
۴- په تږی انسان باندی اوبه څښل.
۵ – دسلام ځواب ورکول.
۶ – پرنجی کوونکی ته دالحمدالله دویلوپه ځواب کی یرحمک الله ویل.
۷ – له لاری څخه ضرری شیان لری کول.
۸ – له مزدورسره مرسته کول.
۹ – بی کاره انسان ته کارورکول.
۱۰ – دڅاروی بچی خپلوانوته ورکول.
۱۱ – دڅپلی تړونی ورکول.
۱۲ – ډارشوی انسان ته ډاډورکول.
۱۳ – په ستونزوکی اخته له ستونزوڅخه خلاصول.
۱۴ – دمسلمان ورورشرعی اړتیاپوره کول.
۱۵- پرمسلمان ورورباندی پرده اچول.
۱۶ – مسلمان ته په مجلس کی ځای ورکول.
۱۷ – د مسلمان خوشحالول.
۱۸ – له مظالم څخه منع کول.
۱۹ – ظالم له ظلم څخه منع کول.
۲۰ – دخیراونیکی لاره ښودل.
۲۱ – نیکیوته خلک رابلل.
۲۲ – له بدیوڅخه خلک منعه کول.
۲۳ – دخلکوترمنځ صلحه کول.
۲۴ – نادراه په ښه خبره ځوابول.
۲۵ – دونوکینول.
۲۶ – بوټی اوفصلونه کرل چی مسلمان انسان اوځناور ورڅخه ګټه واخلی.
۲۷ – ګاوندی ته ډالی ورکول.
۲۸ – دمسلمان لپاره سپارښت کول.
۲۹ – دناروغ پوښتنه کول.
۳۰ – دمسلمان سره لاس یوکول.
۳۱ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپاره له بل – مسلمان ورورسره مینه کول.
۳۲ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپاره له بل مسلمان سره کیناستل.
۳۳ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپار له بل مسلمان ورور سره لیدنه اوکتناکول.
۳۴ – یواځی د الله جل جلاله دخوښی لپاره پربل مسلماباندی خرچه کول.
۳۵ – عزتمن انسان چی کله ذلیله شی په رحم کول.
۳۶ – دمالداره سړی چی کله لاس بندی شی له هغه سره مرسته کول.
۳۷ – دهغه عالم مرسته کول چی دناپوهو انسانانوترمنځ بی عزته کیږی.
۳۸ – غیبت کوونکی له غیبت څخه منعه کول.
۳۹ – پرمسلمان باندی سلام اچول.
۴۰ – دپنډ اوبار په پورته کولو کی له سپاره سره مرسته کول.