یاد


کله چې ځانته کښېنم، نو کټ کټ له ځان سره وخاندم او فکر کوم چې یوازې نه یم.
هو! زه ځکه یوازې نه وم چې له ځان سره یو دم ماشوم شم او ستا ماشومتوب هم رایاد شي.
خو کله کله بې اختیاره کوکارې کړم او ځانته چې ګورم، د ژوند لویه ماضي مو دفن کړې.
خو ماته ستا تنکۍ خبرې اوس هم ګرانې دي او پر زړه مې خواږې لګي.
خو تاسې....!!!
عالم!!
زما پدې خیالي ماشومتوب ونه خاندئ، ځکه دا ماشومتوب ماته د وخت ډیرې خاطرې رایاد وي.
خو کاش چې زه بیر ته ماشوم وای او ستا ماشومتوب مې هم له سره په مینه لمانځلی وای
 
عبدالرووف ننگیال