
د یو ملګري له لور نه مې پوښتنه وکړه چې لویه شوې غواړې څه کاره شې؟ راته یې وویلې غواړم ولسمشره شمه،ترې پوښتنه مې وکړه که ریس جمهوره شوې لومړې د خوښې کار به دې څه وي؟ځواب یې راکړه غواړمه له بېوزلو او کونډو ښځو سره مرسته وکړمه،ورته مې وویلې چې ته ریس جمهورئ ته مه منتظره پاتې کېږه چې ته ریس جمهوره شوې دغه کار ترسره کړې کولای شې سر د ننه زما کور،حویلۍ او د بوټو حفاظت او پاکې یې کړې زه درته هغه وخت د ورځې پنځوس ډالره درکوم او وړمه دې هغې ځاې ته چیرته چې بې وزله ماشومان او غریبې ښځې دي پیسې ورکړه چې ځانته ډوډۍ او د كور لپاره نوي او ضروري شيان واخلي۰سترګو ته یې راته په ځیر وکتل او راته یې وویلې ولې ته دغه فقیر او بې وزله خلک هلته نه وړې چې دغه کارونه وکړې او د پېسو په مقابل کې ځانته یو مړۍ حلاله رزق پیدا کړې. ورته مې وویلې چې ښه راغلاست د سیاست ډګر ته! د دغه داستان نقل او د منبع ذکر ایمانداري او د اخلاقو رعایت دی