د ماشومانو ادبيات

د ادبياتو اصطلاح په  مطلق ډول ، چې نور څه ورسره ونه  تړل شي هماغه معنا او مفهوم لري، چې  د ادبياتو د تعريف په برخه کې  مو ولوستل؛ خو که  له دغې کليمې سره نور مختاړي يا  روستاړي تړل کيږي  بيا نو له ادبياتو سره  د يوې بلې موضوع  نيږدې معنا ورڅخه اخيستل کيږي؛ لکه : د ارواپوهنې ادبيات .  دلته ادبيات دهمدغه علم هغه ځانګړې ژبه او اصطلاحات وي، چې په کې کارول کيږي.  همدا رنګه د فلسفې ادبيات او داسې نور .
خو که له  ادبياتو سره د ماشومانو کليمه تړل کيږي،  دلته موخه يواځې هغه ژبه، اصطلاحات، نثري،  نظمي، شفاهي ليکني او پنځونې دي، چې په ماشومانو پورې اړه لري .
که څه هم په  پښتو ادب کې د ماشومانو د ادبياتو په اړه هغسې چې ښايي  کار نه  دی شوی، خو د  نړۍ په  نورو  ژبو کې دکمکيانو د ادبياتو په برخه کې ډېر کار شوی دی.  لکه څنګه چې د نړۍ ادبپوهان د ادب او ادبياتو د تعريف په اړوند سره  يوه  خوله  نه  دي، په لږ او ډېر توپير سره يې د نوموړې کليمې په اړه خپل نظريات ورکړي دي؛ همدارنګه د ماشومانو د ادبياتو څېړونکي او اديبان هم د ماشومانو د ادبياتو د تعريف په  برخه کې سره بېلابېل نظريات لري، دا دى په همدغه اړه د څو نورو پوهانو نظريات را اخلو .
 ډاکټر علي اکبر شعاري نژاد، ايرانی ليکوال  د ماشومانو ادبيات داسې راپېژني : "د ماشومانو ادبيات د هغو اثارو، کتابونو او مقالو مجموعې ته ويل کيږي، چې د متخصصو ليکوا لانو په  مټ  د ماشومانو د ازادې  مطالعې لپاره  ليکل کيږي او د ماشومانو خوښه، ذوق او د ودې کچه  په کې   په  پام کې نيول کيږي ". ١
د اشنايي با ادبيات کودکان کتاب  ليکوال  د ماشومانو ادبيات داسې تعريفوي:"د ماشومانو ادبيات د هغو ليکنو، ويناوو او سرودونو مجموعې ته ويل کيږي،  چې د ټولنې د لويانو له  خوا د ماشومانو د ګټې اخستنې  لپاره  برابرېږي . د موضوع  په  لحاظ د لويانو او کوچنيانو په ادبياتو کې توپير نشته ، هر هغه څه  چې د درس او زده کړې  له  پروګرام څخه د باندې په  هنر مندانه  ډول  وليکل شي او تنظيم شي  د ماشومانو ادبيات ورته ويل کيږي.  د لويانو او کوچنيانو د ادبياتو توپير د دوى  په  اړتياوو او شتونتياوو کې وي   ټول هغه اثار، چې د بشري پوهنې په   ټولو برخو کې د ماشومانو  لپاره  ليکل کيږÙ
 Š او خلاقيت په  کې وي ، د ماشومانو ادبيات ګڼل کيږي".٢
فرخ صادقي د ماشومانو ادبيات داسې تعريفوي :" ټولې هغه ليکنې چې د ماشومانو د لوستلو لپاره مناسبې وي، پرته له  دې،  چې د مستقيمې زده کړې  موخه په  کې نغښتى وي او په  ټولنيز، تاريخي، ذوقي او ادبي برخه کې د ماشومانو د معلوماتو کچه لوړه کړي دماشومانو ادبيات  ورته وايو ".٣
د پښتو ژبې پياوړی ليکوال  پروفيسور سيال کاکړ په   خپل اثر د ( کوشنيانوادب ) کې د ماشومانو ادبيات داسې راپېژني: " هر هغه څه ، چې لويانو د کمکيانو په  نيت ليکلي، د کوشنيانو په ادب کې راځي".٤
له  پورتنيو يادونو څه  دا پايله  راوځي:  ټولې هغه ويناوې او ليکنې چې د ماشومانو  له  ذوق  او عمر سره برابرې وي  د  دوی معلوماتي پانګه  غښتلې کړي  د ماشومانو ادبيات يې بللى شو.
د ادبياتو په  برخه کې يوه بله  د يادونې وړ خبره داده ،  چې ادبيات په  ټوله کې پردوو اصلونو ولاړ وي:  د موضوع  نوى والى او ليد لوري او د ليکنې له  سبک سره د منځپانګې همغږي؛ خو د ماشومانو په ادبياتو کې پر ياد شوو اصلونو يو بل اصل  هم وراضافه کيږي  هغه دا چې د کوچنيانو ادبيات د کوچنيانو لپاره  ايجاديږي، څرنګه چې د دغو اثارو  لوستونکي د فکري او عاطفي  رشد په  مرحله کې وي د اثر ليکوال  دنده لري ، چې د پيغام په  رسولو کې له  ماشوم سره  د هغه   د شخصيت په هر اړخيزه وده کې مرسته وکړي .
اخځليکونه:
 _ شعاري نژاد، علي اکبر، ادبيات کودکان، انتشارات اطلاعات ، ۲۴ چاپ، ۱۳۸۵ کال، ۶۴ مخ .
2 _ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۴ مخ .
3 _ علي پور، منوچهري، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۵ مخ .
4 _ کاکړ، سيال ، د کوشنيان ادب، بولان بک کارپورېشن کوټه، ۱۹۷۹ کال، ۱۲ مخ .