غزل

پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنده ګي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده


د ســتـرګــو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـــي
ددې وطن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زندګي ده


پښتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم  بل  څـه ورتـه  وايـه
د چــا چــې بــې حجرې او بـې اذانه زنـدګـــي ده


چې يار يې وي ، کوکنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمانه زنـدګــي ده


بـې مينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه  او بـې روحه  بـې وجدانـه زنـدګي ده


چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او  نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده


ســره  له  دې  چــې  ډکــه  ده  لـه  رنـځــــه فضلياره
خـــو بيـا هــم ګـــوره  مـينه  څـه  کامـرانـه  زنـدګي ده

فضل هادي فضليار