بېګامــــې خوب ليدلــــوچې ديارسره ګرځېږ م
پــــه خواکــــې يې اوده وم له خمارسره ګرځېږم
هغه چې درقيب په څنګ ناست وي زه يې ګورم
په زړه پرهـــار پرهـــار شم له پرهارسره ګرځېږ م
غوصه شمه له قهره رنګ مې سورلکه انارشي
داتکـــه سره مـــڼه شي لـــه بهــــارسره ګــــرځېږ م
دخيال په هره لاره مې زړګى درپسې ورک دى
دشمعـــــې په څېرســـوزم له انګارسره ګرځېږ م
ژړل يــــې اوويل يــــې هغه وخت تـــه انتظـــــــار يم
چې لاس په لاس به هروخت له( وقار)سره ګرځېږ م
شاعر: ذبيح الله وقار
وروستي