مورې !

  کلـــــه دې دنيا ته چـــــې راتلــــــم مورې
زه دا ستا په غـــــېږ کـــــــې ژړېدم مورې

تا به چې خپل کار او خپل روزګار کاوه
زه بــه پــه  زانګــو کـــــې لوبېدم مــورې

بيا چــــې شومــــه  لويه  يو کلنـــه  شوم
ستا په الاهــــو کـــــې زنګېدم  مـــورې

زه خوستا برېښنا وم  ستا ښکلا ومه
ستا د خيال  اسمان  کې ځلېدم مورې
 
شاعره : برېښنا احمدزۍ