د ملت پر مخ د کرزي نوې څپېړه!

 
د چټک غبرګون ليکنه
وېبلاک:http://gbargon.blogfa.com/
د ولس پر مخ د کرزي يوه بله څپېړه!
سياست يو ځل بيا خپل رنګ وښود،کرزي يو ځل بياخپلې ژمنې ماتې کړې،ملت يو ځل بيا له يوه بل سترګواښ سره مخ شو او په ټوله کې يو بل د ځينو کم ارزښتو له انده کم ارزښته خو په رېښتينې مانا يو لوى ناورين پر افغان ولس د راتپل کېدو په درشل کې شو.
هو!په هندوستان کې په کار بوخت (افغان خو ورته نه شو ويلاى)خو د هغه پخپله اصطلاح افغانستانى سفير سيد مخدوم رهين د افغانستان د يوې ډېرې سترې مانيزې ادارې (اطلاعاتو او کولتور وزارت)د بيا ځلي وزير په توګه د کرزي په نوې کابينه کې اعلان شو.

 
کرزى خو لوړه کوي چې د هېواد ارزښتونو څخه به ننګه کوي!!!

 
 
 
 
 
 
 
 
دا هغه پردى پالى مخدوم رهين دى چې کرزى غواړي د کولتور وزير يې کړي!
د کرزي نورو ګناهونو او دې اوسنۍ دغې ته چې سړى ګوري نو ځمکه پرې سره لمبه شي ځکه که د نورو په کولو که خپله دى او د ده پلويان دى په ځينو مجبوريتونو اخته ګڼي خو فکر نه کوم چې که دې سړي ته دې دومره سياسي ملاتړ جاصل وي چې ښاغلي کرزي ته دې کوم امتياز او يا هم د ولسمشرۍ پر دې مبارکۍ څوکۍ! د څه وخت کرارې ناستې چانس ورکړي.
باور وکړئ له دې په خبريدو چې مخدوم رهين بيا کولتور وزارت ته ګوماريدونکى دى،هېڅ باور نه راته،ځکه کرزي صيب به په تېر ځل کې د ولسي جرګې د يو شمېر ملتپالو او رېښتينو غړو هغه خبرې اورېدلې وې،يابه ترې خبر شوى وي چې د رهين په اړه وشوې او ښه په نره د ولس نرو استازو دغه ايرانپالې څېره رد کړه،خو اوس نه پوهېږم چې د يون صيپ په شان د کرزي ترڅنګ د خلکو شتوالى څنګه بيا هم د دې لامل نه شو چې کرزى له تېرو لارو راوګرځوي؟
زه دا نه شم ويلاى چې دا ناورين به کوم ځاى ته ورسيږي،کرزى به ترکومه په دې ګناه ټينګ وي خو دا ويلاى شم چې يوازې د کرزي لخوا د رهين دويم ځلي کانديدول هم افغان ولس ته چې د رهين په شان خلکو يې تل پر ارزښتونو،اتلانو،دودونو او...ملنډې وهلي،يولوى سپکاوى ګڼم.
له کرزي څخه خو په دې برخه کې کومه غوښتنه ځکه نه لرم چې نوره نه يوازې زما بلکې؛د ټول ولس هيلې ترې له منځه لاړې دي،خو په ولسي جرګه کې له ناستو وکيلانو مې غوښتنه دا ده چې د خپلو ډېرو نورو ناوړه چارو ترڅنګ دې ولس سره يوه ښېګڼه دا ځلې بيا وکړي چې که نورو کانديد وزيرانو ته نه وي نو لږ،ترلږه دې خو دغه رهين ته د وزير په توګه باور رايه ورنه کړي.
ورسره له ښاغلي يون او هم شانو ملګرو يې چې د کرزي په ولسمشرکولو کې يې له هرې لارې د کار اخېستو هڅه کړې،غوښتنه لرم چې د تهران په کابل کې او ورته نورو ليکنو موخو او غوښتنو ته په پام سره دې پر کرزي يا دا ومني چې نور به پر خپل ولس،پر خپلو خلکو او پر خپلو ارزښتونو ملنډې نه وهي او يا دې ترې لاره بېله کړي او د رهين د بيا وزير کېدو په درشل کې دې د((سيدمخدوم رهين د قضاوت په تله کې))په زړه پورې او له حقايقو ډک چاپ شوي کتاب د دويم ټوک د خپراوي لپاره لاسونه ورکړي.
پر دې بې پوښتنې ولس او يوازې شوو ارزښتونو د رحم او زړه سوي او د لا نه سپکاوي په هيله يې!
اوس د يوه چټک غبرګون په توګه همدومره!
چټک غبرګون _ننګرهار