په نړۍ کې ترټولو بدرنگه ښځه ځان وژني

ليکنه: نوراحمد عايل
دا مطلب ددې لپاره وژباړل شو، چې د ستر څښتن شکر ادا کړو چې  روغ رمټ يې پيدا کړي يوو، او  الله ته هر وخت دعا وکړو چې له داسې ناروغيو او افتونو مو وساتي.
امين
په فرانسه کې يوه مېرمن چې نوې او نادرې ناروغۍ يې  مخ ډېر وربدرنگ کړى دى، له ولسمشر سارکوزي څخه وغوښتي چې ومې وژنئ.

 
دا مېرمن چې شانټال سبيره نومېږي ٥٢ کلنه او يوه تقاعد شوې ښوونکې ده، د هغې ناروغۍ نوم چې دا مېرمن پرې اخته ده، په لنډون ورته enb  ويل کېږي
نوموړې د فرانسې له ولسمشر سارکوزي سره په ليدنه کې وويل غواړم بې له کوم جبر او ستم څخه ځان ووژنم،
هغې وويل خداى دې په يو ځناور هم داسې حال نه راولي لکه په ما چې راغلى دى، نوموړې په ٢٠٠٠ زېږدي کال په دې ناروغۍ اخته شوې ده، چې له هماغه پيل څخه يې د بويولو، او ذايقې حس له لاسه ورکړل، دغه پړسوب او د مخ شړېدا چې ددې په مخ ښکارېدل،سوکه سوکه، سترګو ته ورسېده چې له امله يې تېره مياشت سترگې هم ړندې شوې،
شانټال درې زامن لري
په داوطلب ډول ځان وژنه دنورو اروپايي هېوادونو په څېر (ماسوا له هالنډ ) څخه په فرانسه کې  جواز نه لري.
د enb په نامه په دې  نادره ناروغۍ له تېرو شلو کالونو راهيسې ٢٠٠ کسان اخته شوي دي.