غـــــــزل

چې غم د بېلتانه راباندې زور سي
په اوښكو او ژړا باندې مې زور سي
 
خوب راڅخـــه كـــــډه نا آرام سمـــــه
اواز دې د راتلــــو چې په ما خور سي
 
وېرېږمـــه چـــې ځــــــان به غر غره كړي
دا زړه به مې آخېر داسې مجبور سي
 
وژاړم پــــــــه زوره چـــــې راياده ســـــې
بل مې په زړګــــي باندې ســــور اور سي
 
تصوير دې په سينه پورې لږ جوخت كړم
كـــــه چېرته مې دا زړه باندې ټكور سي
 
بيا به تــــــه راځـــې زما محيب ديدن ته
چي سپين كفن زما په مخ راخور سي
 
محيب الله رحمتي