د محمد ص لیک دعمان پاچا ته

 
د حدیبې له صلحې نه وروسته رسول صلی الله علیه وسلم  ته د دې فرصت په لاس ورغی ترڅو د نړۍ پاچاهان اسلام ته رادعوت کړي د نړۍ ډیرو پاچاهانو ته لیکونه ولیګل او اسلام ته یی رادعوت کړل د دې لیکونو په ترڅ کی یی یو لیک د عمان پاچا ته هم ولیکه او د صحابه کرامو رض له جملی څخه یی  حضرت عمروابن العاص رض د استازې په توګه  وټاکه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمان پاچا ته چي جیفر بن جلندی او ورور ته یی چی عبده نومیده داسی لیک ولیکه (بسم الله الرحمان الرحیم د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  له لوري د جلندی زامنو جیفر او عبده ته په هدایت او نیغه لار برابرو باندی دی سلام وي اما بعد زه مو اسلام ته رابولم اسلام راوړۍ تر څو دواړه په امن شۍ زه د الله تعالی له لوري ټولو انسانانو ته رسول رالیږل شوی یم زه خلک د کفر او بدۍ له عواقبو نه ویروم حق ورته بیانوم تر څو په کفارو باندی دلیل قایم شي که تاسو اسلام ومانه هم هلته به مو په خپله چوکۍ پریږدم او که اسلام ونه منۍ نو پاچهي مو ختمیدونکې ده ستاسو په پاچهي به زما د اسونو برید او یلغار جوړ شي زما نبوت به حتمن ستاسي په پاچهي غلبه ومومي) رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لیک د عمروابن العاص رض په لاس ولیګه عمرو رض وایی روان شوم تر څو عمان ته ورسیدم لومړی د عمان د پاچا ورورعبده ته ورغلم هغه یی له ورور نه هوښیار او زیات نرم سړی و ورته ومي ویل چي زه رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسی ته رالیږلی یم عبد راته وویل ورور مې د عمر او مقام له پلوه له مانه مخکې دی راځه زه به دې هغه ته ورولم ترڅو ستا لیک ولولي او بیا یی زیاته کړه ته څه غواړې ما ورته وویل زه د یوه الله ج لور ته بلنه درکوم له الله نه پرته نور د ټولو عبادت پریږدۍ په دې سره شاهدي ووایه چې محمد صلی الله علیه وسلم  د الله رسول او بنده دی عبد وویل ای عمره ته د خپل قوم د سردار زوی یی دا راته ووایه چې ستا پلار په دې هکله څه کړي د هغه عقیده څه وه هغه زمونږ لپاره نمونه دی ما ورته وویل پلار مي په داسی حال کې مړ شو چې په محمد علیه سلام یی ایمان نه درلود زما هیله دا وه چې هغه په اسلام مشرف شي او د محمد صلی الله علیه وسلم  تصدیق اوکړي زه هم لکه پلار مې مشرک وم ترڅو الله تعالی د اسلام لارښوونه راته اوکړه عبد راته وویل څومره وخت کیژي چې د محمد صلی الله علیه وسلم  پیروي دې غوره کړي ده ځواب مې ورکړ لژ وخت کیږی چې په اسلام مشرف شوی یم راته ویی ویل چیرته مسلمان شوې ما ورته وویل په حبشه کې د نجاشي په وړاندې او دا مې هم ورته وویل چې نجاشي پخپله هم په اسلام مشرف شوی دی عبد راته وویل نو رعیت یی څه ورسره اوکړل ما ورته وویل هغوۍ یی امر ومانه او پیروي یی کوي ویی ویل ایا دیني او مذهبي مشرانو یی هم پیروي اوکړه ما ورته وویل هو عبد راته وویل ای عمره پوه شه چې دروغ سړی ژر رسوا کوي ما ورته وویل زه خو دروغ نه وایم زمونږ دین د دروغ ویلو اجازه نه ورکوي بیا یی وویل فکر کوم چې هرقل(د روم امپراطور) به د نجاشي(د حبشې پاچا ) په اسلام نه وي خبر ما ورته وویل نه هرقل په دې ښه خبر دی چې نجاشي په اسلام مشرف شوی دی عبد  راته وویل ته په دې خبره څنګه خبر شوې ما وویل نجاشي به هرقل ته خراج ورکاوه خو کله چې په اسلام مشرف شو نو ویی ویل قسم په خدای که له دې نه وروسته یو درهم هم ورکړم او کله چې هرقل په دې قصه خبر شو نو ورور یی چې نیاق نومیده ورته وویل ایا خپل هغه غلام همداسي پریګدې چې خراج ورنکړي او دا اجازه ورکوې چې د بل چا دین ومني هرقل ورته وویل دا یو شخص دی چې د ځان لپاره یی یو دین غوره کړی دی نو زه څه ورسره کولی شم په خدای قسم که د پاچهي غم نه وای راسره نو ما به هم لکه نجاشي داسې دین مانه عبد وویل ای عمره دا ته څه وایی ما وویل چې قسم په خدای زه رښتیا وایم هغه راته وویل ښه اوس دا راته ووایه چې محمد صلی الله علیه وسلم  په څه شیانو امر او له کومو شیانو نهی کوي په ځواب کې مې ورته وویل چې هغه امر کوي چې مونږ باید د الله تعالی اطاعت اوکړو او نافرماني یی اونکړو ، هغه د صله رحمي امر کوي او له هر ډول ظلم غلا زنا شرابو او بت پرستۍ نه نهې کوي عبد وویل دا څومره ښه او غوره خبره ده څومره غوره شیانو ته بلنه کوي که زما ورور زما خبره ومني نومونږ به ټول سپاره درسره روان شو او د محمد صلی الله علیه وسلم  حضور ته به حاضر شو ایمان به ورباندې راوړو او تصدیق به یی اوکړو خو ورور مې په پاچهۍ ډیر ویریږی د واک ډیر حریص دی هغه خپل واک نشي پریښودی هغه ته ګرانه ده چې د بل چا پیروي اوکړي ما ورته وویل که هغه اسلام راوړي رسول صلی الله علیه وسلم  به یی بیرته د خپل قوم مشر وټاکي د هغه دنده به بیا دا وي چې له بډایانو(شتمنو)  نه صدقې واخلي او د خپل قوم په غریبانو یی وویشي عبد وویل دا هم څومره نیک عمل دی بیا یی وویل صدقه څه ته وایی شروع مې اوکړه هغه ته مې صدقه او زکات تشریح کړل د هرشي د زکات اندازه مې ورته بیان کړه او په اوښانو مې ورته خلاصه کړه بیا یی راته وویل ای عمروه ایا په هغه څارویو کې چې د باندې ګرځي واښه خوري او اوبه څښي ایا په دې ډول څارویو کې هم صدقه شته په ځواب کې می وویل هو عمرو رض وایی څو ورځې هم هلته ورته انتظار وم عبد به زما خبرې خپل ورور ته رسولې تر څو یوه ورځ یی زه وغوښتلم وردننه شوم پیردارانو له مټو ونیولم ده ورته وویل خوشی یی کړۍ نو خوشی یی کړم ما غوښتل چی کینم پیره دارانو د کیناستلو اجازه رانکړه پاچا ته مې وکتل هغه راته وویل وایه څه غواړې ما د رسول صلی الله علیه وسلم  مهر شوی لیک ور وړاندې کړ مهر یی مات کړ لیک یی پرانیست او تر پایه یی ولوست بیا یی خپل ورور ته ورکړ هغه هم ولوست خو ما ولیدل چې ورور یی له ده  نه ډیر نرم دی بیا یی راته وویل وایه د قریشو دریځ څه دی ما ورته وویل هغوۍ د محمد صلی الله علیه وسلم  پیروي غوره کړې ده ځینې یی له زړه نه او له اسلام سره د مینې په خاطر په اسلام مشرف شوي دي او ځینې نور بیا په زور سره مغلوب شوي پاچا راته وویل نور څوک له محمد صلی الله علیه وسلم  سره دي ما وویل خلکو دا دین خوښ کړی دی هغوۍ د الله تعالی په فضل سره دا درک کړې ده چې دوۍ په ګمراهۍ کې وه او اوس حق ته راغلي دی فکر کوم دلته له تا نه پرته نور څوک ګمراه ندي پاتې که ته هم نن اسلام رانه وړې او پیروي یی اونکړې نو لښکرې درپسې راځي له ریښو نه به دې باسي او هر څه به دې ختمیږي نو اسلام راوړه تر څو په امن شې که اسلام راوړې نو محمد صلی الله علیه وسلم  به دې بیرته د خپل قوم مشر وټاکي هیڅوک پلی او سپاره به نه درته راځي هغه راته وویل یوه ورځ مهلت راکړه ته سبا بیا راشه زه لاړم او ورور ته یی ورغلم هغه راته وویل ای عمروه هیلمند یم چې ورور مې ایمان راړوي او د واکمنۍ حرص پریګدي سهار ورغلم خو اجازه یی رانکړه چې ورسره اوګورم ورور ته ورغلم ورته اومي ویل چې ماته خو له پاچا سره د لیدو اجازه رانکړل شوه هغه ور وستلم پاچا راته وویل ستا په خبرو کې مې فکر اوکړ که زه اوس پاچهي داسې چاته پریږدم چې شهسواران یی لا دلته نه دي رارسیدلي نو دا زما لپاره مناسبه نده او عربان به مې ډیر کمزوری وشمیري او که د هغه سپاره دلته راورسیدل نو له داسي یوه مقاومت سره به مخ شي چې مخکي به یی کله لیدلی هم نه وي په ځواب کې مې ورته وویل ستا خوښه زه نو سبا بیرته روانیګم کله چې هغه ځما له ستنیدو نه ډاډه شو نو خپل ورور یی ګوښه کړ او ورته یی وویل دا پیغمبر صلی الله علیه وسلم  چې په کومو خلکو غالب او بریالی شوی مونږ د هغوۍ په نسبت په هیڅ حساب یو ده چې هر چاته پیغام استولي ټولو یی دعوت منلی په همدې اساس یی بل سهار زه ور وغوښتلم او هم هلته پاچا او ورور یی دواړو اسلام راووړ او د رسول ص تصدیق یی اعلان کړ دواړه په اسلام مشرف شول او ماته یی اجازه راکړه چې له خلکو نه صدقې راټولې کړم او په غریبانو یی وویشم او د خلکو تر منځ فیصلې اوکړم که چا به مخالفت راسره اوکړ هغوۍ دواړو به مې عملي مرسته کوله.