څوك دى؟

د ګل مخ باندې اوده ښكلوكې څوك دى؟
د ښايست په لباس پټ پستوكى څوك دى؟

شغلې هم په سپينو شونډو ترينه مۍ څښي
دا د مستو ميو مست ډنډوكى څوك دى؟

دا د غوڅ زړګي پرهار باندې چې پښې ږدي
د غرور په لار روان مستو كى څوك دى؟

روح مې پروت  د عزرائيل جانان  په دركې
خلك وايي دا ماشوم وړوكى څوك دى؟

د مخ پړك يې د نښترو څڼې ښكل كړې
د كنډو پر سر ولاړ سپينوكې څوك دى؟

واه نظر له  مې خورا شيرين  شيرين شو
اى جلانه! د ګبين كنډوكې څوك دى؟

            سيدجيلاني جلان