دمالوماتو د زيرمه کولو داسې يوه ټوټه چې د کامپيوټر د کيبورد د نښلويدو په ځای کې نښلول کيږي کولای شي ستاسو ټول ليکل شوي څه زيرمه کړي .
لدغې تورې ټوټې څخه زياتره د انټرنټ په کلپونو ، هوټلونو او هوايي ډګرونو کې کار اخيستل کيږي پدې ډول هغه کسان چې لدغو ځايونو څخه خپلو بانکي حسابونو ته ننوځي او يا هم نورې مهمې ويب پاڼې خلاصوي دې ټکي ته دې زياته پاملرنه وکړي .
وروسته لدې چې تاسو خپل بانکي حساب له ليدو وروسته بيرته وتړۀ او کامپيوټر مو پريښود هر څوک کولای شي په اسانۍ سره ستاسو بانکي حساب بيرته خلاص کړي ، دا ځکه هغه څه چې تاسو ليکلي پدې تورې ټوټې کې خوندي شوي دي .
پدې ډول مخکې لدې چې د يادو شويو ځايونو له کامپيوټرونو څخه ګټه واخلئ بايد د CPU شا چک او د تورې ټوټې د شته والي په اړه خپل ځان ډاډه کړئ .
دغه ايميل خپلو نورو ملګرو ته وليږئ .
مننه
وروستي