هېڅوک کم مه ګڼئ، ځکه هر څوک یوه جلا کیسه لري/ کیسه

 
يو غریب ځوان د یوه شتمن سړي په لور مئين و. یوه ورځ ځوان هغه پېغلې ته د واده بلنه یا درخواست وکړ. نجلۍ وويل: اې! ما ته غوږ شه؛ ستا میاشتنۍ تنخواه، زه په یوه ورځ پدې لاس خرچه کوم. څنګه زه تا د خپل ژوند ملګری کړم؟ تا دومره جرآت څنګه وکړ؟ زه له تا سره هېڅکله مینه نه شم کولی، ما هېره کړه او ځه چېرته د خپل ځان برابر له چا سره واده وکړه.
خو ځوان ته د نجلۍ هېرول اسانه نه و. وخت تېرېده، نږدې لس کاله وروسته ځوان او پېغله له یوه بل سره په یوه پلورنځي کې مخامخ شول.
نجلۍ وویل: ای! ته! څنګه یې؟ زه اوس واده شوې یم او ته پوهېږې زما خاوند څومره تنخوا اخلي...؟ د هغه میاشتنۍ تنخوا پنځلس زره اوه سوه امریکایي ډالره ده... ایا ته دومره تنخوا لرې؟ او زما خاوند ډېر ډولي هم دی.
د نجلۍ ددې خبرو په اورېدو سره د ځوان سترګې له اوښکو ډکې شوې...
پدې وخت کې د واده شوې نجلۍ خاوند پلورنځي ته رادننه شو، خو مخکې له دې چې نجلۍ خپل خاوند ته څه ووایي، هغه ځوان ولید او ویې ویل: اه! ښاغلیه! ته او دلته؟! زما میرمن دې وليده... بیا د ښځې خاوند خپلې میرمنې ته وویل: دا زما رئیس دی. زه یو له هغو خلکو یم چې د رئیس صاحب د سل میلیونې ډالرو په پروژه کې کار کوم. او زما ګرانې! پوهېږې حقیقت څه دی...؟  زما رئیس صاحب د یوې نجلۍ سره مینه لرله خو د هغې زړه یې خپل نه کړ. نو همدا وجه ده چې رئیس صاحب لا هم مجرد دی.
هغه نجلۍ به اوس څومره بختوره وای چې زما له رئیس صاحب سره یې واده کړی وای؟ پدې ورځو کې به څوک  له چا سره دومره مینه وکړي... هغه دا ټولې خبرې خپلې ميرمنې ته وکړې.
مېرمن یې  ددې ټولو خبرو په اورېدو سره حيرانه او له خولې یې هېڅ اواز نه راوته ...
اخري کلمې:
ژوند ډېر لنډ او لکه د ښېښې په څېر دی. ته یوازې هومره لیدلی شې څومره چې ښېښه کې ښکاري. ځکه نو هېچا ته د هغوی له حالاتو په سپک نظر مه ګورئ او خپل ځان تر نورو لوړ مه بولئ.
د وخت په تېرېدو حالات لکه د هوا په څېر بدلون مومي...! هېڅوک کم مه ګڼئ، ځکه هرڅوک یوه جلا کیسه لري.
یادونه: په کیسه کې د نجلۍ کلمه تر ډېره کارېدلې ده، او کله چې د هغې خاوند پلورنځي ته دننه شوی؛ هلته د مېرمن کلمه کارېدلې...