نیکمرغي

 
ژباړن: حامد احمدزی



هلک به هر سهار له خواږه خوبه د کار په لټه پاڅیدو او په خپلو کارونو به بوخت شو، د ډیرې غریبۍ له لاسه په خپلو خولو کې لوند وو.
په کومه لار به یې چې تګ راتګ کاوه،لیرې به یي په یوه ښکلې او دنګې ماڼۍ سترګې لګیدې له ځانه سره به یي ویل هی هی په دې ښکلې او شیک ماڼې کې به ژوند څومره خوند کوي.
له ځانه سره یې وویل:
که چیرې د ماڼۍ څښتن وکړای شي چې د خپلې ماڼۍ پنجرې له طلاوو ورغوي، نو ماڼۍ به نوره  هم ورسره ښکلې شي.
لوی ارمان یې له نېږدي د دې ماڼۍ لیدل و.
پلار به یې ورته ویل، زویه هغوی چې هر ډول  يې زړه وغواړي خپله ماڼۍ جوړولای شي، هلک د پلار په خبره فکر وکړ وچه ډوډۍ يې له ځانه سره واخیسته او روان شو...
ماڼۍ تر هغه ډيره لیرې وه چې ده یې فکر کړی وو. تر غرمې وروسته هلته ورسيد. ماڼۍ ته په نږدې کیدو سره يې پام شو چې طلايي کړکۍ نشته.  نه هغه پخوانۍ رنګ ور پاتې و او نه هغه ښکلا. زوړ (ور) يې وټکاوه. د خپل عمر په اندازه هلک ورته راووت.
ترې ويې پوښتل زه د هغه کور په لټه کې يم، چې کړکۍ يې له طلا جوړې دي، تا ته در مالوم دی؟ هلک د هو په مانا سر وخوځاوه او ميلمه يې له ځان سره کور ته د ننه کړ. د کړکۍ مخې ته يې ودراوه، هغه لوري ته ګوته سيخه کړه چې ميلمه پرې تر زاړه کوره راغلی و، ميلمه هلک ور وکتل خپل کور يې وليد چې کړکۍ يې د لمر وړانګو ته زېړې ځليدلې.